ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغیس کې ۱۲ ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

په بادغیس کې ۱۲ ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

author avatar
11 Apr 2019 - 11:38
په بادغیس کې ۱۲ ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي
author avatar
11 Apr 2019 - 11:38

قلعه نو (پژواك،٢٢وری ٩٨): د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۱۲ ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

 د باغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوولس بجې ۱۲ ملي پولیس له مقاومت پرته له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

دغه لوړ پوړي سیمه ییز چارواکي زیاته کړه، یادو کسانو د پوستې ټولې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

بیګ پژواک ته وویل، سیمه ییزې ادارې په دې اړه پلټنې پیل کړې او تر اوسه له طالبانو سره د ۱۲ ملي پولیسو د یو ځای کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، د یادې ستونزې د حل او په راتلونکي کې به د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مسوولینو پژواک خبري اژانس ته د یادې موضوع په اړه بې خبري وښوده.

خو د سیمې اوسېدونکو له پژواک سره د خبرو پر مهال دغه پېښه تایید کړې ده.

د مقر ولسوالۍ د تره کي  د کلي اوسېدونکي زمري پژواک ته وویل، تېره شپه یې خبر تر لاسه کړ چې یو شمېر ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي او سهار شپږ بجې امنیتي پوستې ته ولاړ او یوازې چپرکټونه چې ځینو یې بسترې هم نه لرلې په پوسته کې پاتې وو او د پوستې ټولو کسانو وسلې او مهات له ځان سره وړي وو.

دغه راز نوموړي وویل، د یادې پوستې ملي پولیس له مقاومت پرته له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په فراه کې هم ۱۲ ملي پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي وو.

د یو بل خبر له مخې، طالبانو تېره شپه د شبرغان ــ مزار شریف له لویې لارې د تېلو یو ټانک د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د ګرجک کلي ته وړی دی.

 د فیض اباد ولسوال الف شاه له پژواک سره د خبرو پر مهال یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، له دې پېښې وروسته د طالبانو او امنیتي سرتېرو تر منځ یو ساعته نښته شوې او طالبانو له  فرصت څخه په ګټه اخیستو د تېلو یو ټانکر د یادې ولسوالۍ بیست پیکال کلي ته انتقال کړی دی.

طالبانو د یادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.