کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۸): د سره صلیب نړیوالې کمېتې د طالبانو د ګواښ له امله په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی.
طالبانو تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هغو سیمو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې فعالیت منعه اعلان کړ چې د دوی تر کنټرول لاندې دي.
طالبانو په هغې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې لېږلې، د سره صلیب کمېټې له کړنو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان WHO)) د واکسین برخه هم شکمنې کړنې ترسره کوي.
طالبانو د دې په څرګندولو سره چې ډېری مرستندوی بنسټونه کولای شي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، ویلي چې تر ثاني امره پورې په افغانستان کې د سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو امنیت نه شي تضمینولی.
د طالبانو له دغه ګواښ وروسته د سره صلیب مسوولینو په افغانستان خپل فعالیت ودراوه.
د یادې کمېټې د رسنیو مسوول روبین واودا ویلي، تر هغه چې د سره صلیب د کارکوونکو د خوندیتوب مسئله حل نه شي، فعالیت نه پیلوي.
هغه دغه راز څرګنده کړه چې د سره صلیب کمېټه د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښمنه ده او هڅه کوي دغه ستونزه له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د طالبانو له خوا د ګواښ له امله د یادې کمېټې فعالیتونه دوه میاشتې ولاړ و او وروسته له طالبانو سره په تفاهم یې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن