پلخمري (پژواک، ۲۳ وری ۹۸): په بغلان کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت د امنیه قوماندان او یوه ساتونکي د ټپي کېدو او د هغه د درېیو ساتونکو د وژل کېدو خبره کوي خو امنیتي چارواکي بیا یې ردوي.
د بغلان ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي د طالبانو په برید کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان ټپي کېدل پژواک ته تاییدوي خو د هغه د درېیو ساتونکو د وژلو په اړه بې خبري ښيي.
ځايي سرچینو پژواک ته ویلي چې د طالبانو په یاد برید کې د ولایت امنیه قوماندان او یو ساتونکی یې زخميان شوي او درې نور ساتونکي یې وژل شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا معاون زیاته کړه چې دغه پېښه د پلخمري په بالا دوري سیمه کې رامنځته شوې او ټاکل شوې وه امنیه قوماندان له یو شمېر کومکي سرتېرو سره له طالبانو سره د مقابلې لپاره د بغلان- کندوز له لارې په استفادې یادې سیمې ته ځان ورسوي.
په عین حال کې د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان پر موټر د هاوان د یوې مرمۍ لګېدو له امله الله داد فدايي او د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي دي.
په دغه حال کې د بغلان د عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري وايي چې د بغلان د امنیه قوماندان روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
خو د دغه ولایت امنیتي چارواکي له پژواک سره خبرو کې د امنیه قوماندان ټپي کېدل او د هغه د درېیو ساتونکو وژل کېدل یوه شایعه بولي.
له بلې خوا ځینږ ځايي سرچینو د پلخمري په بالا دوري سیمه کې د دولتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د درېیو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
دغو سرچینو چې شاوخوا ۴ بجې یې له پژواک سره خبرې کولې وویل چې د دې جګړې له امله له یو ساعت راهیسې د پلخمري- کندوز لاره تړلې ده.
دغه برید په داسې حال کې کېږي چې د بغلان امنیه قوماندان الله داد فدايي تېره اونۍ د دغه ولایت امنیتي سرتېرو ته سپارښتنه کړې وه چې که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي، پر هغوی رحم مه کوئ.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار د بغلان د پلخمري ولسوالۍ د ډنډي شهاب الدين په بالادوري سيمه کې يې پر افغان ځواکونو بريد کړی چې په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي او د بغلان د امنيه قوماندان الله فدايي په ګډون اوه پوليس ټپيان شو دي.
دوی، نن د "الفتح" په نوم پوځي عمليات پيل کړي او په ګڼو ولايتونو کې پر افغان ځواکونو بريدونه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن