جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۹۸): د ننګرهار والي وایي، په دغه ولایت کې یو شمېر پروژې چې شاوخوا ۶سوه میلیونه افغانۍ لګښت به ولري، پیل شوې دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې شاه محمود مياخېل دغه څرګندونې د ظاهر قدیر په مشرۍ د دغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره پرون په یوه غونډه کې وکړې.
نوموړي ویلي چې په یادو پروژو کې د غازي امان الله خان د مزار، د جلال اباد د شاهي ماڼۍ او د پاچا خان د مزار بیارغونه، د نجونو لپاره د لیلیې جوړول، جوماتونه، ټولنیز مرکز او یو شمېر نور شامل دي.
والي زیاته کړې چې ولسمشر اشرف غني د ننګرهار امنیتي، پرمختیایي او نورو برخو ته ځانګړې پاملرنه لري .
دغه راز میاخېل د ننګرهار امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه بللی او وايي چې په دغه ولایت کې د دولت د حاکمیت ساحه پراخه شوې او وسله وال مخالفین په ټولو سیمو کې ځپل شوي دي .
هغه زیاتوي چې د خوږیاڼو، حصارک او شېرزادو ولسوالیو د امنیت ټينګښت لپاره ځانګړي پلانونه لري او هڅه کوي چې ټولې سیمې تر دولتي حاکمیت لاندې راولي.
د ننګرهار د والي په خبره چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پراخ بدلون رامنځته شوی او د دې تر څنګ د ملکي ادارو او ښاري نظم په برخو کې یې هم د اصلاحاتو راوستو او فساد مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
میاخېل دغه راز ویلي چې د قانون پلي کېدو په برخه کې به تر خپله وسه کار وکړي او په دې برخه کې یې د ننګرهار له خلکو د کلکې همکارۍ هیله وکړه.
بلخوا بیا د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهر قدیر په خپلو خبرو کې ویلي چې سیاسي اختلافات باید د ولس د ځورونې لامل نه شي.
هغه زیاته کړې چې د شخصي ګټو په موخه یې د ولایت په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، نه د ځمکو غاصب او قاچاقبر دی او نه هم ناقانونه وسله وال او شخصي زندان لري.
نوموړي د ننګرهار له والي وغوښتل چې د هغو کسانو په اړه څېړنه وکړي چې پر یادو ناقانونیو تورن دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن