کابل (پژواک، ۲۴وری ۹۸): د ولسي جرګې د دارالانشا رييس خدای نظر نصرت چې نږدې دوه کاله وړاندې په اختلاس تورن شوی و، هند ته تللی او له هغه ځایه یې خپله استعفا د دې جرګې دارالانشا ته راستولې ده.
د ولسي جرګې د دارالانشاء مرستیال رحیم الله غالب، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې جرګې د دارالانشاء مشرخدای نظر نصرت له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
هغه وویل چې نصرت هند ته تللی او له هغه ځایه یې خپله استعفا دارالانشاء ته رالېږلې ده.
د هغه په خبره، نصرت ویلي چې د ځینو ستونزو او ناروغۍ له امله نه شي کولى خپلې دندې ته دوام ورکړي.
غالب د هغو ګونګوسو په اړه چې ګواکې نصرت په امریکا کې ده او هلته یې پناه اخیستې، وویل: ((د امریکا له تګ څخه یې خبر نه یم؛ خو هند ته تللی و چې له هماغه ځایه یې استعفا رالېږلې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶کال چنګاښ په ۳۱ مه، د ولسي جرګې د هغه مهال لومړي مرستیال همایون همایون، نصرت د اختلاس او په ناقانونه توګه د سلګونو کسانو د ګومارنې په تور، لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن