کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ديني عالمان په يوه ګډه غونډه کې د پوليو پر ضد د ګډې مبارزې پرېکړه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يونيسف دفتر وايي چې دغه غونډه سبا د يکشنبې په ورځ د عربي هېواد عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي.
سرچينې زياته کړې،د اغونډه د اسلامي مشورتي ګروپ له خوا تنظيم شوې او موخه يې د پوليو او يا ګوزڼ له منځه وړل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې به دافغانستان او پاکستان بېلابېل نوموتي علماء ګډون کوي او موخه يې له دې دواړو هېوادونو څخه د پوليو له منځه وړل دي.
يونيسف وايي چې ددغې غونډې په پاى کې به ديني عالمان د ګوزڼ پر ضد د مبارزې لپاره يوه ګډه اعلاميه خپروي.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه دي چې تر اوسه هم په کې د ګوزڼ پېښې رامنځته کېږي او په بشپړه توګه نه دى له منځه وړل شوى.
د يادونې ده چې د کندهار ولايت د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دغې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په پاکستان او ۲۰ یې په افغانستان کې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن