جلال اباد(پژواک، ۲۴ وری ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د نږدې ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د خلکو د ژوند ښه والي او رغنيزې پروژې پلې کېږي.
چارواکي وايي، د دغو پروژو مالي ملاتړ په افغانستان کې د سويډن کمېټې له خوا کېږي او پلي کېدو سره به يې د دغې ولسوالۍ د سلګونه کورنيو اقتصاد پياوړی شي.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء د وري په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، د دغو پروژو لومړنۍ چارې پيل شوي او ډېر ژر به ترې خلک ګټه پورته کړي.
دی وايي، د پروژې ټول لګښت ۲۹ ميليونه او ۲۰۰زره افغانۍ دى چې د کليوالي شوراګانو په مرسته به پلې شي.
هغه زياته کړه، د دې پروژې په پیل سره به په ګوشتې ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ د سپما ګروپونه او اتحاديې جوړیږي چې یادو ګروپونو ته به د سویډن کمېټې له لوري په قرض حسنه ډول پیسې ورکول کيږي، ترڅو پرې د سپما ګروپونه تولیدي چارې پیل کړي.
د ضياء په خبره، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به دغه کار د ګوشتې ولسوالۍ په ۲۴ شوراګانو کې پلى شي او په راتلونکي کال کې به ۲۶ نورې پرمختیايي شوراګانې هم ددې پروګرام تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د کليو پراختيا رييس وايي، کلیو او بانډو کې د تولیدي چارو په پیل سره کلیوالي اقتصاد پیاوړی او د کلیو په کچه تولیدي چارې پراخېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن