کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۸): ارګ د طالبانو نوي عمليات د هغوى د "نامشروع جګړې" د دوام نښه بولي او له طالبانو غواړي چې جګړه پرېږدي او سولې ته د دولت او خلکو له قيد او شرط پرته دعوت ته دې لبيک ووايي.
تېره ورځ وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ټول هېواد کې د "الفتح" په نوم د نويو پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ.طالبانو له خپلو کسانو غوښتي چې د دغو عملياتو پر مهال اخلاقي چلند او د ملکي تلفاتو مخنيوي ته پام وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل په اړه د دوی اعلاميه، په افغانستان کې د هغوى د نامشروع جګړې د دوام نښه بولي او د هغوى دغه جګړه ييز اقدام په شديدو الفاظو محکوموي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې د طالبانو عمليات په داسې حال کې اعلانيږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټينګار په افغانستان کې د تحميلي جګړې د پاى ته رسولو لپاره هڅې روانې دي او طالبان د متحده ايالتونو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقيم ډول د سولې په مذاکراتو بوخت دي.
سرچينه ليکي:"په افغانستان کې د جګړې او فساد پر دوام د طالبانو ټينګار په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ جيدو علماوو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام جهاد نه، بلکې فتنه وبلله او د هغې د درېدو غوښتونکي شول."
د ارګ په اعلاميه کې راغلي:"د افغانستان خلک شاهد دي چې طالبانو، د پرديو په لمسون، په تېرو عملياتو کې نه يواځې په ټول افغانستان کې زموږ پر بې ګناه خلکو تروريستي بريدونه کړي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف يې په وار وار زموږ د متدينو خلکو پر خصوصي حريم تېری کړی، ښځې او بې ګناه ماشومان يې برمته کړي او له هغوی څخه د سپر او له کورونو څخه يې د سنګر په توګه استفاده کړې ده."
سرچينه زياتوي، د افغانستان خلک او حکومت له هغو افغان ځوانانو څخه چې د طالبانو په جنګي ليکو کې دي او د دغې ډلې د رهبرۍ او سيمه ييزو حاميانو د قدرت طلبانه موخو وسيله شوي، غواړي چې د هغوی پر خبرو ونه غولېږي او نور دې د خپلو مسلمانو خويندو او وروڼو ترمنځ د وېرې او وحشت جوړولو لپاره د پرديو وسيله نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان خلک او حکومت د طالبانو د ډلې له هغو مشرانو او غړيو چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دغې جګړې له اعلان سره مخالف دي غواړي چې د خپلو مسلمانو خلکو ترڅنګ ودرېږي او د دغه نامشروع اقدام پر وړاندې دې خپل غږ پورته کړي.
په اعلاميه کې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا او ملي او اسلامي نواميسو څخه د دفاع له اصل سره په مطابقت او د افغانستان د متدينو خلکو د دفاع په خاطر دې ټول لازم تدابير ونيسي او له خپلو سنګرونو څخه دې په کلکه دفاع وکړي.
حکومت، د طالبانو له مشرانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو لپاره د افغانستان د دولت او خلکو له قيد او شرط پرته دعوت ته لبيک ووايي.
د افغانستان دولت د روان کال په لومړۍ نېټه د خالد په نوم عمليات اعلان کړل.
طالبانو ويلي، د دغو عملياتو اعلان د دې ګواهي ورکوي چې د افغانستان حکومت غواړي د زور له لارې خپلو موخو ته ورسيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن