ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان نښتو کې ١٥ سرتېري وژل شوي

د بغلان نښتو کې ١٥ سرتېري وژل شوي

author avatar
13 Apr 2019 - 12:42
د بغلان نښتو کې ١٥ سرتېري وژل شوي
author avatar
13 Apr 2019 - 12:42

پلخمری (پژواک،وری ۲۴مه ۹۸): د بغلان ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو او نښتو پر مهال ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

د دغه ولايت يوې باوري سرچينې د وري په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه نا وخته وسله والو طالبانو د کوږچنار پله پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړې، ددغه بريد په پايله کې د عامه نظم اته سرتېري وژل شوي او نهه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي، دغې مهمې امنيتي پوستې سقوط  وکړ، خو سيمې ته د تازه دمو امنيتي سرتېرو په رسېدو ياده پوسته بېرته امنيتي ځواکونو ونيوله.

 ځايي اوسېدونکي ګل محمد پژواک  اژانس ته وویل چې تېره شپه نا وخته طالبانو د کوږ چنار پرامنیتي پوستې جګړه پیل کړه  چې تر سهار مهاله روانه وه .

دغه راز د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې هم د جګړې پر مهال د ۷ سيمه ييزو پولیسو دوژل کېدو او څلورو تنو دټپي کېدو پخلی شوی دى.

د نهرين  ولسوال  فضل  الدین  مرادي  پژواک ته وويل، د دغې ولسوالۍ  په اب ميرزا سیمه کې دطالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ جګړه کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي  او څلور تنه یې ټپیان  دي .

د ولسوال  په وینا، خلک وايي چې په دغه جګړه کې څلور وسله وال طالبان  هم وژل شوي  دي.

په شمال کې د۲۰۹شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضايي هم دبغلان ولایت په یو شمېرسیمو کې د جګړو يادونه کوي .

نوموړي پژواک سره خبروکې وویل ،  تېره شپه  بغلان کې دافغان ځواکونو او طالبانوترمنځ  جګړې شوي چې مرګ ژوبله هم  لري، خو دقیق او کره شمېر یې تراوسه  نه دی ترلاسه کړی .

د يادونې ده چې پرون په يوه نښته کې د بغلان امنيه قوماندان ټپي او درې ساتونکي يې وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې  طالبانو پرون په ټول هېواد کې د الفتح په نوم د عملياتو پيلولو اعلان کړى او ادعا کوي چې پرون يې تر ٩٠ پورې بريدونه کړي او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.