کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : په کابل کې د مصر سفير وايي، چې له بنسټپالنې سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
د ملي امنيت شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن وروسته له غرمې کابل کې د مصر له مېشت سفیر هاني صلاح سره وکتل.
په دې کتنه کې هاني صلاح وویل، هېواد يې چمتو دی تر څو په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.
سرچينې زياته کړې، دواړو خواوو همدا راز افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم افغانستان کې د بنسټپالنې په مهار او مخنیوي کې د مصر رول ګټور یاد کړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو برخه کې د یاد هېواد همکاري وستایله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن