کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په کندهار ولايت کې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٩ وسله وال طالبان نيولي دي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ياد کسان د کندهار ولايت له اړوندو سيمو څخه نيولي دي.
خو سرچينې د پېښې کره ځاى او نېټه نه دي په ډاګه کړي.
ملي امنيت وايي، چې په نيول شويو قوماندانانو کې نور الله چې په ابو ظهر مشهور دى، فاتح او حميدالله چې په ثاقب مشهور دى، شامل دي.
د سرچينې په وينا، په نيول شويو قوماندانانو کې يو تن يې په زابل کې د طالبانو دسرې قطعې قوماندان هم و.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوى د ډيورنډ پولې پورې غاړې څخه تر روزنې ترلاسه کولو وروسته کندهار ته د نا امنيو او ورانکاريو لپاره راغلي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن