ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې يو تښتول شوى ماشوم وژغورل شو

په کابل ښار کې يو تښتول شوى ماشوم وژغورل شو

author avatar
13 Apr 2019 - 18:29
په کابل ښار کې يو تښتول شوى ماشوم وژغورل شو
author avatar
13 Apr 2019 - 18:29

کابل(پژواک، ۲۴ وری ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي چې له کابل څخه د پکتياد ولايتي  شورا د غړي تښتول شوى زوى خوشې شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وري په ٢٤مه، په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي، چې پوليسو د صفي الله په نامه دغه هلک د تښتوونکو له منګولو را خلاص کړى دى.

هغه زياته کړې، دغه ماشوم څو ورځې مخکې د کابل د ١٦مې حوزې اړونده له قلاچې سيمې څخه تښتول شوى و.

رحيمي وايي، د جنايي رياست موظفينو نن دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوره او په تړاو يې درې کسان نيول شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، د پکتيا د ولايتي شورا د وکيل سردارخان د زوی د تښتونې په تور د هغه د ناسکه تره په ګډون څلور تنه نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، تېره ماښام ياد ماشوم له کوره راوځي او د اونکس په نوم امنيتي پوستې ته ورځي، پوسته اتمې حوزې ته معلومات ورکوي او هلته ګزمه ورځي او ماشوم له ځانه سره راوړي.

دغه سرچينه وايي، تر هغه وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورځي او کور کلا بندوي چې په ترڅ کې يې د ياد ماشوم د تښتونې په تور د هغه د ناسکه تره په ګډون څلور کسان نيسي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په کابل کې يو ځل بيا د تښتونې پېښې زياتې شوې دي، تېره مياشت د کابل ښار له ١٥مې حوزې څخه يوه ماشومه تر تښتول کېدو وروسته وژل شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.