کندهار (پژواک، ۲۴ وری ۹۸): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو اړوند د قاطع ملاتړ ماموریت پر سرتېرو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او ٤ سرتېري یې ټپيان کړي دي.
پېښه نن تر غرمې وروسته هوايي ډګر ته څېرمه په میانجوی سیمه کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرني ځواکونه په دغه ساحه کې په ګزمه بوخت وو چې پر پوځي موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې موټر ویجاړ شوی او ۲ بهرني سرتېري ژوبل شوي دي.
په سوېل کې د ناټو د قاطع ماموریت مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په پېښه کې ۲ رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چاودنه د نړیوالو ځواکونو د ګزمې پر موټر شوې ده.
خو د رومانيا د دفاع وزارت اعلان کړى چې د کندهار په نننۍ پېښه کې د دوى څلور پوځيان ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، کندهار هوايي ډګر ته څېرمه په یو کیلو مترۍ کې یې د امریکايي ځواکونو پر یوه زغره وال موټر د یوه خښ شوي ماین په وسیله چاودنه کړې چې موټر ویجاړ شوی او په کې سپاره سرتېري وژل شوي دي.
د یادونې ده چې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې رومانیايي سرتېري د کندهار نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارې سمبالوي او هره ورځ په ډنډ او دامان ولسوالیو کې دغه هوايي ډګر ته څېرمه امنیتي ګزمې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن