کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت د طالبانو د پسرلنيو عملياتو په غبرګون کې وايي چې طالبانو د سولې پر ځاى جګړه انتخاب کړې او دوى ورسره جګړې ته چمتو دي.
وسله والو طالبانو پرون په ټول افغانستان کې د الفتح په نوم د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ، تر دې مخکې د افغانستان حکومت هم د خالد په نوم د عملياتو اعلان کړى و.
په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند ډف بټلر، وايي چې د طالبانو تر ياد اعلان وروسته ددوى ټول مشرتابه راټول شول او له افغان امنيتي ځواکونو څخه يې د خپل ملاتړ دوام اعلان کړ.
هغه په يوه ويډيويي پيغام کې زياته کړې: ((طالبانو د سولې پر ځای، تاوتريخوالی غوره کړ. له دې سربېره چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د سولې لپاره يوه ښه زمينه برابره شوې، خو طالبانو تاوتريخوالی غوره کړ.))
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند وايي، د افغانستان خلک سوله غواړي، خو طالبان پر جګړې ټينګار کوي.
د نوموړي په وينا، د ناټو قوماندان جنرال مېلر په ياده غونډه کې ويلي چې د طالبانو پيغام څرګند دی؛ هغوی جګړه غوره کړه .
جنرال مېلر زياته کړې: (( موږ هم جګړه کوو، موږ د ناټو له ټول ځواک سره له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ. موږ د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ درېږو، ځکه چې هغوی د افغانانو ساتونکي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن