ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر ژر به په بایومتریک سیستم کې د کاغذي تذکرو ثبت پیل شي

ډېر ژر به په بایومتریک سیستم کې د کاغذي تذکرو ثبت پیل شي

author avatar
14 Apr 2019 - 18:11
ډېر ژر به په بایومتریک سیستم کې د کاغذي تذکرو ثبت پیل شي
author avatar
14 Apr 2019 - 18:11

کابل (پژواک، ۲۵وری ۹۸): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په نږدې راتلونکې کې به په تذکرو کې د درغلۍ او جعل مخنیوي لپاره د کاغذي تذکرو ثبت په بایومتریک سیستم کې پیل کړي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رييس احمد جاوید رسولي په کابل کې خلکو ته د حکومت د حساب ورکولو په نوم غونډه کې وویل چې په بایومتریک سیستم کې د کاغذي تذکرو ثبتول، په تذکرو کې د تقلب مخنیوي لپاره ترسره کېږي او ټاکل شوې چې دا بهیر په دوو راتلونکو اوونیو کې پیل شي.

په افغانستان کې د میلیونونو ټوکو تذکرو ترڅنګ چې پخوا وېشل شوي، تېرکال د ټاکنو لپاره د یو ځانګړي پروګرام له لارې د هېواد په کچه کابو څلور نیم میلیونه کاغذي تذکرې ووېشل شوې؛ خو د وېش یاد بهیر کې د درغليو او سرغړونو په تړاو شکایتونه ثبت شوي وو.

د کاغذې تذکرو وېش ترڅنګ، تېرکال د برېښنايي تذکرو وېش هم پیل شوی دی.

د رسولي په خبره، تراوسه نږدې ۱۲۰ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شوې دي.

هغه وویل دا چې د برېښنايي تذکرو وېش اوږدمهالې پروسه ده او د دې ترڅنګ د تذکرو وېش اداره په لنډه موده کې ټولو هېوادوالو ته د دا ډول تذکرو د وېش وړتیا نه لري، پرېکړه وشوه چې ټول هغه افغانان چې کاغذي تذکرې لري بایومتریک سیستم کې ثبت شي څو په کاغذي تذکرو کې له درغلیو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه چې په بایومتریک سیستم کې د کاغذي تذکرو ثبت، زیات وخت ته اړتیا نه لري.

هغه وویل چې دمګړۍ هغه کسان چې کاغذي ورقي تذکري لري له ستونزو سره مخ دي او اړ دي چې د پاسپورټ اخیستو پرمهال خپلې تذکرې د تذکرو وېش ادارې له لوري تایید کړي.

هغه زیاته کړه: ((چې د ورقي تذکرو له بایومتریک کېدو وروسته به هېوادوال اړ نه وي څو خپلې تذکرې تایید کړي او کله چې د برېښنايي تذکرو اخیستو پرېکړه وکړي، ستونزې به  یې لږ شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.