ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير وژل شوی

د غزني د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير وژل شوی

author avatar
14 Apr 2019 - 11:20
د غزني د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير وژل شوی
author avatar
14 Apr 2019 - 11:20

غزني ښار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٨): د غزني د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير وژل شوى، بلخوا په پکتيا کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ د تعليم او تربيې مدير  شاه پور بختيار نن سهار له کوره دندې ته روان و چې د ښار د کډوالو په ښارکوټي کې پرې بريد شوى.

هغه زياته کړه چې نوموړى په دغه بريد کې سخت ټپي شوی و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د روح الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې پر نوموړي ډزې د هغه کور ته نږدې وشوې او مرمۍ يې په نس کې لګېدلې وې.

د غزني ولايتي روغتون نوکريوال، ډاکتر رحیم الله پژواک ته وويل چې دوى ته يو کس په ټپي حالت کې ور وړل شوى و، خو د زياتې وينې بهيدنې له امله يې ساه ورکړه.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې اتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند سردار ولي تبسم پژواک ته وويل چې بريد د يادې ولسوالۍ اړوند د ستوګنې پر پوسته شوى چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې يې اته پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.