ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

author avatar
14 Apr 2019 - 10:54
د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې
author avatar
14 Apr 2019 - 10:54

 

کابل (پژواک، ۲۵ ورى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لوګر د ولسي جرګې وروستۍ پايلې  اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، محمد خالد مومند، شاه پور خان حسين زى، انجنیر محمد اصف نبي زى او هما احمدي توانېدلي چې له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي.

د ولسى جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ٢٨مه او ٢٩مه له غزني پرته په ټول افغانستان کې ترسره شوې.

د ټاکنو کمېسيون د نوې رهبرۍ له رامنځته کېدو سره د بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار او لوګر ولايتونو او اهل هنودو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې دي.

تر اوسه د ٢٧ ټاکنيزو حوزو چې لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیان، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار او لوګر ولايتونه او اهل هنود  په کې شامل دي، وروستۍ پايلې  اعلان شوې دي او د کوچيانو حوزې په ګډون د کابل، کندهار، ميدان وردګو، پکتيا، کندوز او هلمند ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.   

د ټاکنيز مهالوېش پر اساس، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې د تېر کال د لړم په ١٩مه او وروستۍ پايلې يې د لېندۍ په ٢٩مه اعلان شي، خو د پنځو مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه هم د ټولو ولايتونو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.