ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنې رياست کې د ساينس مرکز ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار پوهنې رياست کې د ساينس مرکز ودانۍ جوړه شوه

author avatar
14 Apr 2019 - 19:05
د ننګرهار پوهنې رياست کې د ساينس مرکز ودانۍ جوړه شوه
author avatar
14 Apr 2019 - 19:05

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): د ننګرهار د پوهنې رياست په انګړ کې د نږدې ۲۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ساينس ډيپارټمنټ او د مراجعينو د کارونو اسانتيا په موخه يو مرکز  جوړ شو.

چارواکي وايي، په دغه مرکز کې به د ټولو مراجعينو کارونه تر يوه چتر لاندې کېږي چې کارونو کې له چټکتيا سربېره به هغوی ته ډېر سهوليتونه هم برابر شي.

د دغو رغنيزو چارو پرانيسته د وري په ۲۵مه د ننګرهار والي، ولايتي شورا غړو او نورو مسولينو له لوري وشوه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د ساينس مرکز ودانۍچې ۲۲ خونې لري د ښار جوړونې وزارت د ۲۱ ميلیونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت جوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې د ياد مرکز ترڅنګ مراجعينو ته د خدماتو رسولو په موخه د بېلابېلو مديريتونو څانګې د پوهنې وزارت د درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړې شوې دي، چې په کې مراجعينو ته ټول سهولتونه برابر شوي دي.

ده زياته کړه، چې د عملي زده کړو په موخه د ساينس مرکز ته ډېره اړتيا وه هيله يې وښوده، چې حکومت او شتمن خلک په ښوونځيو کې هم د څېړنې مرکزونه جوړ کړي.

ننګرهار والي وويل، چې په ولايت مقام کې هم د خپل کور په نوم د مراجعينو لپاره ودانۍ جوړه شوې، چې ډېر ژر به پرانيستل شي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل، د ساينس مرکز او مراجعينو لپاره د سهولتونو رامنځته کولو څخه يې موخه داده، ترڅو په تعليمي ډګر کې خپلو خلکو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه وويل، چې له دې وروسته به د پوهنې رياست مراجعين له اسانتياوو برخمن وي او کارونه به يې په لږ وخت کې په منظم ډول تر سره شي.

ده له ښوونکو او زده کوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د ساينس مرکز ته راشي، تجربې وکړي او عملي زده کړې تر سره کړي.

د ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد په پوهنې رياست کې د نوښتونو په رامنځته کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، د خوښۍ ځای دی چې د درسونو کيفيت لوړيږي او زده کوونکو ته د عملي زده کړو زمينه برابره شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.