ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ښاریانو د برېښنا رياست د تړلو ګواښ وکړ

د ګردېز ښاریانو د برېښنا رياست د تړلو ګواښ وکړ

author avatar
14 Apr 2019 - 17:27
د ګردېز ښاریانو د برېښنا رياست د تړلو ګواښ وکړ
author avatar
14 Apr 2019 - 17:27

ګردېز (پژواک، ٢٥ ورى ٩٨): د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکي نيوکه کوي چې د شاوخوا لسو مياشتو په تېرېدو لا هم د وارداتي برېښنا د وېش چارې نه دي ترسره شوې او اوسمهال هم دغه کارونه په ټپه ولاړ دي.

دوی د وري په ٢٥مه په پکتيا پرېس کلب کې په يوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ چې که له ژمنې سره سم په لومړي پړاو کې د ګردېز ديارلس زره کورونو ته ژر تر ژره د برېښنا رسولو کارونه پيل نه شي، نو د برېښنا رياست دروازه به وتړي.

د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل، په دې اړه يې څو ځلې د ناحيو او ګذرونو له مشرانو سره په ګډه له ولايتي او مرکزي مسوولينو سره خبرې کړې، خو پر ژمنو سربېره لا هم له څو مياشتو راهيسې وارداتي برېښنا په سب سټېشن کې پاتې ده.

هغه زياته کړه: ((متاسفانه هم د ولايتي ادارې او هم مرکز کې ځينې هغه ډلې او اشخاص چې نه غواړي په پکتيا کې يو قدم هم پرمختللی کار وشي، د دغه کار مانع ګرځېدلي او دغه کارونه په ټپه ولاړ دي. که ژر دغه کارونه شروع نه شي، د ګذرونو وکيلان او د ګردېز اوسېدونکي به د برېښنا رياست وتړو.))

د کنفرانس ګډونوالو د احتجاج په ډول له ځان سره اليکينونه راوړي وو او ټينګار کوي چې مرکزي او ولايتي چارواکي بايد د ولسمشر د ژمنو او احکامو په پلي کولو کې جدي و اوسي.

د درېيمې ناحيې اوسېدونکی رحمت الله وايي چې د ګردېز سوداګريز ښارګوټي د وېش او په کې د صنعت کارانو او سوداګرو له خوا د ځمکې پېرلو او سوداګريزو ځايونو جوړولو چارې هم د برېښنا د نه وېش له امله نه دي ترسره شوې.

هغه وايي: ((له ولسمشره هم دا غواړو چې خپل کوم فرمان چې صادروي، هغه دې تعقيب کړي چې ولايتي چارواکو عملي جنبه ورکړه او که ور يې نه کړه. تجارتي شهرک هم همداسې پاتې دی، خلک کارونه نه شي په کې شروع کولی؛ ځکه چې برېښنا نشته.))

مدني فعال جمعه ګل افغان وايي چې خلک د چارواکو په دروغجنو ژمنو بې باوره شوي او تر هغو چې خپله د برېښنا د وېش چټک کارونه ونه ويني، کرار نه کېني.

نوموړي زياته کړه، ځينو هغو ولايتونو ته چې له پکتيا وروسته ورته برېښنا رسېدلې، اوسمهال يې ډېرې چارې مخې ته تللې او ځینو سيمو ته يې برېښنا هم وېشل شوې ده.

دی وايي: ((د پکتيا څه د پاسه يو نيم ميليونه نفوس په تيارو کې ژوند کوي، همدغه د پکتيا ريښتیني بچيان دي چې هره ورځ قرباني ورکوي، خو کومه برخه کې له پکتيا سره کړې ژمنې عملې شوې دي؟))

خو د پکتيا د برېښنا رييس محمد اصف نيازی وايي چې د وارداتي برېښنا د وېش کارونه د ځينو تخنيکي ستونزو له امله درېدلي وو او هڅه کوي چې تر راتلونکې اوونۍ يې چارې پيل کړي.

نيازي پژواک ته وويل: ((ځيني تخنيکي مشکلات په مرکز کې و، خصوصاً کومې پيسې چې دوی مصرف کړې او اينوايسونه (د لګښت بلونه )يې ورکړي، اسيايي بانک تر اوسه هغه پيسې دې هندي کمپنۍ ته مکملې نه دي تاديه کړې او بل د ژمي موسم هم و چې په واورو کې د دغه کار ځنډ شو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.