د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

کندهار کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړېږي

Apr 14, 2019 - 09:50

کندهار (پژواک، ٢٥ وری ۹۸): چارواکي وايي، د دهلې پر بند د اوبو د یوې لویې شبکې جوړولو چارې پیلېږي چې په وسیله به یې د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړل شي.

اوسمهال د کندهار ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او یوازې اووه زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.

د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون لوی رییس انجنير حميدالله يلاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د دهلې بند جوړولو په پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې جوړول په پلان کې دي چې د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو د اوبو ستونزه به حل کړي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د دې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دې شبکې په جوړېدو سره به دوی وتوانېږي د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د نلونو له لارې ۲۴ ساعته پاکې اوبه ورسوي.

نوموړي په کندهار ښار کې د څښاک د اوبو په برخه کې شته ستونزې جدي وګڼلې او ویې ویل، دغه اداره توانېدلې په کندهار ښار کې په ۳۰۰ کیلومتره ساحه کې د یاد ښار یوازې اووه زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه وغځوي.

دغه شمېره د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو ۱۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د اوبو رسولو اداره په کابل کې ۶۰زره، په هرات کې ۷۰زره او په نیمروز کې ۱۵زره مشترکین لري.

خو ده یادونه وکړه چې دغه اداره په خپلو عوایدو ولاړه ده، که خلک د اوبو د لګښت بېلونه نه تحویلوي نو دوی هم خدمات نه شي پراخولای.

دی وايي، په کندهار ښار کې د ۷زره مشترکینو له ډلې ۲۵۰۰ یې مېټرونه نه دي نصب کړي، په داسې حال کې چې دوی په وار وار له خلکو غوښتي چې د اوبو د لګښت معلومولو لپاره مېټرونه نصب کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ګڼ شمېر کورونه او دولتي ادارې له کلونو راهیسې د اوبو رسولو د ادارې قرضدار دي او خپل لګښت یې نه دی تحویل کړی.

د کندهار د اوبو رسولو ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد ښار اوسېدونکي او یو شمېر دولتي ادارې د څښاک اوبو د مصرف له امله ۱۹۱ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

خو ده خبر ورکړ چې د دولتي ادارو په برخه کې د دې ستونزې د حل په موخه ولسمشر د مالیې وزارت ته امر کړی چې د اړوندو ادارو له بودجې یې وضع کړي.

دغه راز ده له ولایتي ادارې وغوښتل چې له خلکو د دوی د عوایدو راټولولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

یلاني بله ستونزه دا یاده کړه چې په کندهار کې د برېښنا بیه تر ټولو لوړه ده چې له امله یې د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون اداره په تاوان کې روانه ده.

د ده په وینا، دوی ته یو کیلوواټ برېښنا په ۲۵ افغانۍ ورکول کېږي او په بدل کې یې یو متر مکعب اوبه په ۲۵ افغانۍ پلوري.

نوموړی وايي، تر هغه مهاله چې پر دهلې بند د اوبو شبکې کارونه بشپړېږي او ټولو ښاریانو ته اوبه رسوي، د کندهار ښار په هغو سیمو کې چې اوسېدونکي یې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، د مرستندویه ادارو په مرسته د اوبو شبکو جوړولو چارې پيل کړې دي.

په دې لړ کې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د اوبو د یوې شبکې په جوړولو ۳۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د شپږمې ناحیې د چهاردېوال په سیمه کې د یونیسف ادارې او د کلیو د پراختیا وزارت له خوا د څلور میلیونه ۸۹۲زره ۲۸۰ افغانیو په لګښت د اوو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده.

دغه راز د کندهار ښار د ۵مې ناحیې اړوند د حاجي عزیز په سیمه کې د څښاک اوبو شبکې په جوړولو ۴۵۰ کورونو ته اوبه رسول شوې دي.

پر دې شبکه ۱۹۲زره امريکايي ډالره لګښت راغلی چې د ډيفيډ مرستندويې ادارې له خوا ورکړل شوې دي.

د دې تر څنګ د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې هم د ولسي تړون د ۷۰زره ډالرو په لګښت د اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې ۳۰۰ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه ورکوي.

خلک وايي، د کندهار ښار د ګڼو سیمو اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د هغو خلکو د ناغېړۍ له امله چې د اوبو د لګښت بېلونه نه تحویلوي، دوی ته د اوبو د خدماتو رسولو خنډ ګرځېدلي دي.

د ده په خبره، له همدې امله خلک اړ شوي چې په خپلو کورونو کې برمې ووهي او د څښاک اوبه ترلاسه کړي چې دغه کار تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو ته تاوان رسولی دی.

 

نوموړی له خلکو غواړي چې خپل بېلونه پر وخت تحویل کړي، څو دغه شبکه په ټول ښار کې خدمات وړاندې کړي.

د کندهار ښار د حاجي عزیز سیمې اوسېدونکي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د اوبو کمښت جدي ستونزه ده او د حل لپاره یې باید د دهلې پر بند د اوبو شبکې جوړولو چارې چټکې شي.

دی وايي، د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک لپاره اوبه په ټانکرونو کې راوړي چې د یوه ټانکر بیه له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانۍ ده او خلک یې د ورکولو توان نه لري.

د یادونې ده چې چارواکي د دهلې بند پروژې د کارونو د ژر پیلولو خبر ورکوي.

دغه پروژه څلور مهمې برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول، د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید او د کرنې د کالونو عصري کول په کې شامل دي.

د دغه بند د رغولو د پروژې لګښت د نړیوال او اسیايي بانکونو له خوا ورکول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement