ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې سلګونو ښځو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د هګیو چرګې وېشل کېږي

پکتیا کې سلګونو ښځو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د هګیو چرګې وېشل کېږي

author avatar
15 Apr 2019 - 16:09
پکتیا کې سلګونو ښځو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د هګیو چرګې وېشل کېږي
author avatar
15 Apr 2019 - 16:09

ګردېز (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): په پکتيا ولايت کې د کرنې رياست له خوا د بېوزله کورنيو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د کورنيو چرګو او ورسره د نورو اړينو توکو د وېش پروژه پيل شوه.

د دغه ولايت د کرنې رييس محمدالدين مومند وايي چې ياده پروژه د دغه ولايت په شواک او ډنډپټان ولسواليو کې ۲۵۰ کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي چې هرې کورنۍ ته به سل چرګې او چرګان ورکړل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پر دې سربېره هرې کورنۍ ته د چرګو د ساتنې لپاره د مرغانچې او ۶۰۰ کيلوګرامه خوراکي مواد هم ورکول کېږي.

نوموړی وايي، تېر کال په ګردېز او احمدابا ولسوالۍ کې ورته پروژه پلې شوې او د ځينو بېوزله مېرمنو کورنی اقتصاد ورسره غوړېدلی دی.

ده زياته کړه چې د يادو چرګو د وېش او ساتنې د پروسې او همدارنګه په بېلابېلو وختونو کې د واکسين اړتيا په پام کې نيول شوې او هڅه کوي چې د اړوندو شوراګانو له لارې واقعې بېوزله کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

مومند وويل: ((دا په مجموع کې د چرګو ډېر غټ ارقام دي، له مسلکي نظره دا هره چرګه په کال کې تقريباً له ۲۸۰ــ۳۰۰ هګۍ توليدولی شي. زه اميدوار يم چې پر دې سربېره د چرګو نور پروګرامونه هم لرو، چې ورسره به د چرګانو دود په پکتيا کې زيات شي او د بهرنيو هېوادونو له محتاجي به خلاص شو او يا به دا اړتيا راکمه شي.))

د شواک ولسوالي اوسېدونکی ناظم ګل وايي چې په کليو کې خورا بېوزله مېرمنې اوسېږي چې د کورنۍ سرپرستان يې نشته او يا په جګړو او نورو پېښو کې وژل شوي او له دې لارې کولی شي د خپلې کورنۍ او بچيانو ورځينۍ اړتياوې پوره کړي.

هغه وايي: ((زموږ او تاسې د زنانه وو لپاره نن يو پروژه پيلېږي او دوی ته په کې برخه ورکول کېږي، دا ډېره د خوشحالي خبره ده. دوی وويل چې دا د هغو مېرمنو لپاره انتخاب شوې چې کونډې او غريبانې دي، دا د هغوی د ژوند په ښه کېدو کې ښه تاثير لرلی شي.))

د يادې ولسوالي بل اوسېدونکی ګل نور چې په ياد پروګرام کې ونډه ورکړل شوې، ټينګار کوي چې د پروژې پلې کوونکې ادارې بايد د يادو چرګانو د ښې پالنې او د ناروغيو د تداوي لپاره هم تدابير ولري.

نور پژواک ته وويل: ((شاوخوا ۳۶۰ ورځې کال دی، که له دې مخې حساب وکړې، نو تقريباً دوه، دوه نيم سوه زره عايد په لاس راځي چې دا د غريبې طبقې لپاره ډېر شی دی، کور پرې جوړېږي، د خپلو بچيانو د مکتب نيمګړتياوې پرې پوره کېدلی شي او نور.))

د ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ د ترويج مدير انجنير محمدعلي وايي چې د دې ولسوالۍ له لارې هره مياشت له ګاونډي پاکستانه زرګونه چرګې او هګۍ هېواد ته راوړل کېږي چې ډېری دا چرګې په مصنوعي ډول غټې شوې او په بېلابېلو ناروغيو اخته وي.

علي له دې اړتيا او ستونزو پېښېدو څخه د ورته پروژو د زياتېدو غوښتنه کوي: ((موږ ته يې ډاډ هم راکړ، خو بيا هم ټينګار کوو چې د پروژې مسوولين بايد د چرګو د ناروغيو مخنيوي او تداوي لپاره د واکسين پروګرام په مختلفو وختونو کې په نظر کې ونيسي، بعضې داسې ستونزې پيدا کېږي چې په لازم وخت کې واکسين او خوراکي ته ضرورت وي او که په وخت سره هغه تطبيق نه شي، ستونزه پيدا کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.