ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هاوان مرمۍ ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هاوان مرمۍ ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
15 Apr 2019 - 20:54
د هاوان مرمۍ ١١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
15 Apr 2019 - 20:54

جلال اباد (پژواک ۲۶ وری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د دوو مېرمنو  په ګډون څلور تنه ووژل شول.

چارواکي وايي، په دغه پېښه کې د ماشومانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون اووه کسان ټپيان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په مرکخېلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوي د هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پر يوه کور لګېدلې ده.

دی وايي، د مرمۍ لګېدو له امله د دغې کورنۍ د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد توغندی د حاجي نادر په نوم د ملکي وګړو پر کور کې لګېدلی، چې له امله یې نوموړی هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د حکومتي چارواکو د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو ضد عمليات روان دي.

د يادولو وړ ده، وړمه ورځ هم د وسله والو طالبانو له خوا د خوږیاڼو په بام راغه سیمه کې په لویه لاره د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې نږدې پنځوس کلن هغه کس ووژل شو، چې د زوی نه درلودلو له امله یې درې ودونه کړي وو، چې په وروستیو کې یې زوی زېږیدلی وو او خپله د سړک دغاړې د ماین ښکار شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.