ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا د ګمرک عوايد سل ميليونه افغانۍ زيات شوي “

“د پکتيا د ګمرک عوايد سل ميليونه افغانۍ زيات شوي “

author avatar
15 Apr 2019 - 18:00
“د پکتيا د ګمرک عوايد سل ميليونه افغانۍ زيات شوي “
author avatar
15 Apr 2019 - 18:00

ګردېز (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨) : د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د تېر لمريز کال په وروستۍ مالي ربعه کې د تېرې هغې په پرتله د پکتيا د ګمرک عوايد ۱۰۶ ميليونه افغانۍ زيات شوي دي.

دوی وايي، که څه هم له ګاونډي پاکستان سره سياسي اړيکې په هغه کچه نه دي چې د سوداګريز تګ راتګ په مټ عوايد زيات شي، خو په خبره يې دا اندازه عوايد له فساد سره د  مبارزې او د عوايدو د فرار د مخنيوي له لارې زيات شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې زياته شوې لويه برخه عوايد د مشخصو کسانو لاس ته تلل، چې د ماليې وزارت او اړوندو کشفي ادارو په مټ يې تر يو څه بريده مخه نيولې او دا هڅې روانې دي.

هغه وايي چې د تېر کال د درېيمې مالي ربعې عوايد ۲۱۳ ميليونه افغانۍ و، چې د ۱۰۶ ميليونه افغانيو په زياتېدو سره دا اندازه ۳۱۹ ميليونه افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د عوايدو لوټونکي اشخاص ياده چاره د يوې کړۍ په توګه په خورا مهارت تر سره کوي او له دې امله مشخص څوک نيول شوي نه دي، خو په خبره يې په دې شک چې د ګردېز ــ پټان پر ترانزيټي لارې سوداګزيز تګ راتګ د تر لاسه کېدونکو عوايدو له اندازې زيات و، نو ځکه يې د روڼتيا لپاره هڅې پيل شوې وې.

حسرت وويل:((په عوايدو کې فساد د يوې کړۍ او تسلسل په شکل په ډېر مهارت سره کېده او دا مشکله وه چې پر هغوی دې واقعي او حقيقي شواهد راپيدا شي، مګر شکوک موجود و او بايد ځکه موجود وای چې عوايد په هغه کچه نه و، څومره چې بايد وای.))

د والي وياند وايي چې د ګمرک د عوايدو د زياتولو لپاره له ماليې وزارت سره په ګډه هڅې شوې او په ولايتي کچه هم د خلکو د شکايتونو پر اساس د بېلابېلو اړوندو ادارو پام د عوايدو د چور مخنيوي ته زيات شوی دی.

حسرت زياته کړه:((په دې برخه کې چې کوم مشخص کشفي ارګانونه کار کوي، هغوی هم خپله توجه زياته کړې وه چې څنګه ملي عوايد چور او فرار او د مشخصو اشخاصو لاسونو ته ولاړ نه شي. همدانګه هغه کسان تقدير شوي هم دي، چې په دې برخه کې يې همکاري کړې، چې دا په خپله د روڼتيا رامنځته کېدو کې ښه اغېز لري.))

د پکتيا د والي وياند په ګمرک کې د فساد له امله د خلکو نيوکو ته په اشارې وايي چې تر دې وړاندې په ياده اداره کې د فساد کچه زياته وه، خو زياتوي چې په تېر شاوخوا يو کال کې دا اندازه راکمه شوې ده.

دی وايي:((زموږ د امنيتي ادارو په ليکو کې ځينې کسان و، چې هغوی په خپله پر همدې ادارو   داغ و، د هغوی پر ضد هم مبارزه شوې. پر ځينو چې شکوک و، له دغسې لارو او مسيرونو څخه تغير او تبديل شوي او ځينې هم د فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي، چې اوس تر عدلي تعقيب لاندې دي.))

د هغه په وينا، په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د پکتيا د ګمرک ټول عوايد ۷۵۵،۳۸۸،۵۵۰ افغانۍ و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.