ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي

عبدالله: طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي

author avatar
15 Apr 2019 - 14:59
عبدالله: طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي
author avatar
15 Apr 2019 - 14:59

کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې اوس هم طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي او د سولې له پروسې ابزاري کار اخلي.

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د کانګرېس پلاوي نن له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر او د امريکا سفارت استازو هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله له افغانستان سره د امریکا د مرستو او د سولې په پروسه کې د دغه هېواد د هلو ځلو له امله مننه وکړه.

هغه د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه روښانه تصویر وړاندې کړ او ویې ویل چې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کول مهم دي؛ ځکه چې رڼې او عادلانه ټاکنې د افغانستان د ثبات بنسټ جوړوي.

اجرائيه رييس دغه راز د سولې د پروسې په اړه وویل چې د ډاکټر خلیلزاد په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

دمګړۍ د مصالحې رهبري شورا رامنځته شوې او حکومت د سولې د هڅو په لړ کې د سیاسي جهتونو د هڅو د توحیدولو لپاره هم کار پيل کړی څو دا پروسه په ټول شموله ډول مخ ته ولاړه شي.

ډاکتر عبدالله هیله وښوده چې روانې هڅې بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي.

هغه د طالبانو اعلان شوو عملیاتو ته په اشارې سره وویل،  تر اوسه هم طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي.

هغه وايي، دا چې هغوى اوس هم په رښتیا سوله غواړي، لا ډاډه نه دی خو طالبان د سولې له پروسې د ابزار په توګه کار اخلي.

اجرائيه رييس زیاته کړه چې خلک نور له ٤٠ کلنې جګړې ستړي شوي او سوله غواړي او د ملي یووالي حکومت به د سولې له هر فرصته په استفادې د سولې لپاره هڅې روانې وساتي.

نوموړي ويلي، که د سولې لپاره واقعي فرصت برابر وي، ښه به دا وي چې د سولې لپاره هڅې او پام زیات شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.