فراه (پژواك، ٢٦ وری ٩٨): ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د فراه د مرکز اړوند په تیوسک کلي کې د شهید بنفشه د نجونو لېسې ودانۍ پر ماينونو الوځولې ده.
د فراه د پوهنې رییس محمد عظیمي د دغه خبر تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې لېسې د ودانۍ زیاته برخه چې څلور درسي ټولګي په کې دي، ویجاړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، تېره شپه په یاد ښوونځي کې یو ساتونکی موجود و، خو ناپېژاندو وسله والو یې سترګې ور تړلې او له وهلو ټکولو وروسته یې په یوه خونه کې بند کړی او وروسته یې د یادې ودانۍ نورې برخې یې پر ماينونو الوځولې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې لېسه کې ۸۰۰ نجونې زده کړې کوي او د دغه ولایت له غوره لېسو بلل کېږي.
د تیوسک کلي اوسېدونکي ارشاد د یاد خبر په تایید پژواک ته وویل: ((د دغه کار عاملین باید له خپل وجدان څخه وشرمېږي... یو مسلمان باید دغه ډول کار ونکړي، په داسې حال کې چې الله ج په مسلمان نر او ښځې د علم زده کړه فرض کړې ده.))
تر اوسه کوم کس یا ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې پر چاودېدونکو توکو د یادې لېسې د ودانۍ الوځولو مسوولیت نه دی منلی.
د یادونې ده، په تېرو دوو میاشتو کې دغه درېیم ځل دی چې ناپېژاند وسله وال د شهید بنفشه د نجونو لېسې ودانۍ ته چاودنه ورکوي. په تېرو دوو بریدونو کې د یادې لېسې درې ټولګي تخریب شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن