د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د بشري حقونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوی ورکولو کچه لوړه شوې

په کابل کې د بشري حقونو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوی ورکولو کچه لوړه شوې

Apr 15, 2019 - 19:07

کابل (پژواک، ٢٦ وری ٩٨): په ټولیزه توګه د کابل زون د بشري حقونو د دفتر له ښوونیزو پروګرامونو د ګټه اخیستونکو کچه ۲۶ سلنه خو له یادو پروګرامونو د ښځو ګټه اخیستونکو کچه بیا ۴۳ سلنه زیاته شوې او تېر کال د دغه دفتر له ټولو ۸۴۴ لیدونکو یوازې یو نارینه او نورې ټولې ښځې وې.

د اساسي قانون د ۸۵ مې مادې پر اساس د بشري حقونو پراختیا او ترویج، د جوړښت احکام، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دندې او صلاحیتونه او د ستراتیژیک پروګرام او د عمل کمېسیون پروګرام دویمه موخه د دغه کمېسیون یوه مهمه او کلیدي موخه او ماموریت دی.

د بشري حقونو په اړه د عامه پوهاوي زیاتېدل په ټولنه کې د بشري حقونو تامین او ملاتړ ته زمینه برابروي، په هره کچه چې هېوادوال له خپلو بشري حقونو معلومات ترلاسه کوي، په هماغه اندازه له خپلو حقونو او ازادیو دفاع کوي او د بشري حقونو د نقض پر وړاندې حساسیت زیاتېږي.

د یاد کمېسیون د کابل دفتر د «بشري حقونو د زده کړو او ترویج کلنی راپور» په نوم راپور کې چې نن خپور شوی لیکلي، تر اوسه د بشري حقونو د پراختیا او ترویج په برخه کې د زیاتو فعالیتونو او هڅو سربېره هم په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

سرچینه زیاتوي، نا امنۍ، فرهنګي او سنتي خنډونه، اقتصادي ستونزې او د خپلو حقونو او ازادیو په اړه د خلکو د معلوماتو کچې ټيټوالی هغه اساسي ستونزې دي چې خپلو حقونو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیسي.

په راپور کې راغلي، یادې مهمې موضوع ته په پام د یاد کمېسیون د کابل سیمه ییز دفتر په ۱۳۹۷ مالي کال کې د تېرو کلونو په څېر د لنډمهاله ښوونیزو پروګرامونو، ورکشاپونو، سیمینارونو، ښوونیزو غونډو، کنفرانسونو او اوږدمهاله پروګرامونو لکه د بشري حقونو په اړه د ښوونیزو کورسونو جوړول، ماشوم، ماشوم ته د ښونیز پروګرام جوړول او په پوهنتونونو کې د بشري حقونو د مضمون تدریس په ترسره کولو توانېدلي چې تر خپل پوښښ لاندې ولایتونو (کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او غزني) کې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو ۸۴۸۱ کسانو ته د بشري حقونو په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، په یاد شمېر کسانو کې د بشري حقونو فعالان او مدافعین، قاضیان، څارنوالان، د امنیتي او  دفاعي بنسټونو منسوبین، مدافع وکیلان، ښوونکي او استادان، محصلین، قومي مخور، د رسنیو استازي او د دولتي ادارو نور کارکوونکي ښځې او نارینه په کې شامل دي.

په راپور کې راغلي، د یاد شمېر کسانو ۵۳ سلنه ښځې دي.

د سرچینې په خبره، په ۱۳۹۶ کال کې په یادو ولایتونو کې له ۶۲۰۰ ډېر کسان چې ۵‍۱ سلنه یې ښځې او نور وو، د کابل دفتر په ښوونیزو پروګرامونو کې برخه اخیستې وه.

په راپور کې راغلي، د کابل د سیمه ییز دفتر ښوونیز پروګرامونه د ښځو او نارینه وو لپاره په متوازنه توګه جوړ شوي او هڅّه شوې چې په دغو پروګرامونو کې د ښځوګډون زیات شي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په ۱۳۹۷ کال کې په ټولیزه توګه د بشري حقونو د کابل د سیمه ییز دفتر له ښوونیزو پروګرامونو نږدې ۱۶زره کسانو استفاده کړې او له ۷۴۰۰ څخه ډېرو کسان دغه دفتر ته راغلي دي.

په راپور کې راغلي، د خلکو شکایتونو ته د رسېدو او له نورو بشري حقونو د استفادې لپاره د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د کابل سیمه ییز دفتر ته د خلکو مراجعه د دغه کمېسیون د فعالیتونو عملي پایلې دي چې په دوامداره توګه یې د بشري حقونو د ملاتړ، پراختیا، او څار په برخو کې ترسره کړې دي.

سرچینه لیکي، بل مهم ټکی دا دی چې د کابل دفتر ته د ښځو د راتګ کچه مخ پر زیاتېدو ده او د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ښځینه مراجعینو شمېر د پام وړ یعنې ۴۲ سلنه زیات شوی دی.

سرچینه لیکي: ((د ښځو مراجعینو د کچې زیاتېدل ښيي چې له یوې خوا په ټولنه کې د ښځو د ګډون د کچې د زیاتېدو لپاره د کابل د سیمه ییز دفتر هڅې اغېزمنې وې او د دوی د عدالت غوښتنې او حضور لامل شوې او له بلې خوا بیا د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او بشري حقونو د معنا په برخه کې د ښځو د معلوماتو کچه زیاته شوې او دغه راز بشري حقونو په برخه کې خدمتونو ته د ښځو لاسرسی زیات شوی دی.))

کمېسیون ویلي چې په ۱۳۹۷ کال کې د کمېسیون د کابل له سیمه ییز دفتره د لیدو په اړه د پوهنتونو او انسټیټیوټونو ۸۴۵ زده کړیالانو ته زده کړې ورکړې چې له دې ډلې ۸۴۴ ښځې او یو نارینه وو.

په شخصي پوهنتونونو کې د بشري حقونو مضمون تدریس

په راپور کې راغلي، د بشري حقونو مضمون تېر کال د یوې هوکړې له مخې په کابل کې په ګوهر شاد، باختر، کاتب، استقلال او زوال شخصي پوهنتونونو کې تدریس شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې له یادې ښونیزې لارې ۶۷۱ کسانو (۱۹۶ نجونو او ۴۷۵ هلکانو) ته د بشري حقونو مضمون په عملي توګه تدریس شوی دی.

د بشري حقونو په اړه د بېلا بېلو برخو د کارکوونکو او مسوولانو د پوهاوي کچې لوړېدل

په راپور کې راغلي چې ۲۵۶ کسانو چې ۶۴ ښځې او ۱۹۲ سړي په کې شامل دي، د بشري حقونو د مفاهمو، اصولو او موازینو په اړه زده کړې لیدلې دي.

سرچینه لیکي، په هغو کسانو کې چې په دغه پروګرام کې یې زده کړې لیدلې، قاضیان، څارنوالان، مدافع وکیلان او حقوقي مساعدین، د بشري حقونو مدافعین، د مشرانو جرګې کارکوونکي او د رسنیو غړي شامل دي.

دغه راز د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو پر اساس، ځينو کسانو ته د لس ورځنیو کورسونو او سیمينارونو له لارې هم روزنه ورکړل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې کمېسیون تېر کال د امنیتي او دفاعي منسوبینو لپاره چې ۱۰۲ ښځې او ۳۳۸ سړي په کې شامل وو، ۴۱ روزنیز ورکشاپونو جوړ کړي دي.

د راپور پر اساس، ۵۶۳ سړیو او ۴۵۳ ښځو ته د کنفرانسونو له لارې د بشري حقونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ماشومانو او معلولینو د حقونو په برخه کې د عمومي پوهاوي پراختیا

سره له دې چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې بېلا بېلو بنسټونو کارونه کړي خو د کورنیو او ټولنې د پوهاوي د کمزورتیا له امله د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او د دوی بشري حقونو ته لازمه توجه نه کېږي.

کمېسیون دغه کار د اندېښنې وړ بللی او لیکلي یې دي، د کابل دفتر د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او پراختیا برخې په ۱۳۹۷ کال کې د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو، د ماشومانو د مرکزونو مسوولینو، روزنیتونونو، ښځو، زده کړیالانو او نورو کسانو ته ۲۴ ښوونیزې غونډې جوړې کړې وې.

په راپور کې راغلي، له دې لارې د بشري حقونو په اړه د ۴۷۷ ښځو او ۳۹۸ سړیو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

سرچینې روښانه کړې چې د دغه کمېسیون د پروګرامونو له لارې ۳۱۷ معلولو ښځو او ۵۱۰ سړیو ته د بشري حقونو د مسایلو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

ننګونې

په یاد راپور کې د نا امنۍ او وسله والو بریدونو دوام، ناسم رواجونه، افراطي فکرونه او بنسټ پالنه د کابل دفتر تر پوښښ لاندې سیمو کې د بشري حقونو په اړه د پوهاوي ورکولو او ښوونیزو پروګرامونو د عملي کولو پر وړاندې عمده ستونزې بلل شوې دي.

سرچینې لیکلي: ((یوه عمده ستونزه چې د کابل سیمه ییز دفتر تل د ښوونیزو پروګرامونو پر مهال ورسره مخ وي، له دیني زده کړو په افراطي برداشت بشري حقونو خلاف طرحې دي. زیاتره هغه کسان چې دغه بحث کوي، له دیني اړخ او بنسټ پالنې بحث ته دننه کېږي، له دې امله بشري حقونه د دین ضد پدیده ګڼي. البته د بشري حقونو په اړه له ژور فهم وروسته دغه ستونزه له منځه ‎ځي؛ ځکه د بشري حقونو د موازینو او د اسلام د مبارک دین د مقدسانو ترمنځ  توپیر نشته، بسنه کوي چې د پوهاوي کچه لوړه شي.))

وړاندیزونه

کمېسیون د بشري حقونو د ښه کېدو لپاره له رسنیو سره د هوکړه لیکونو د لاسیک له لارې د بشري حقونو د مفاهمو د خپرېدو لپاره د زمینې برابرول، د پوهنتونو زیات شمېر محصلینو ته د زمینې برابرول، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په درسي نصاب کې د بشري حقونو مضمون د ځای پر ځای کولو د عملي کېدو وړاندیز کړی او له وزارتونو یې غوښتي چې په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي.

سرچینې ښوونکو ته د بشري حقونو په اړه د روزنې په ورکولو د ټينګار تر څنګ د بشري حقونو په اړه د نه پوهاوي ستر لامل بې سوادي بولي او وړاندیز کوي چې د هېواد نالوستو کسانو ته د سواد زده کړو معینیت له لارې په ساده ژبه د بشري حقونو په اړه د ډېرو زده کړو زمینه برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement