ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت: ودانیز شرکتونه دې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

د اوبو او برېښنا وزارت: ودانیز شرکتونه دې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

author avatar
16 Apr 2019 - 16:19
د اوبو او برېښنا وزارت: ودانیز شرکتونه دې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي
author avatar
16 Apr 2019 - 16:19

 

کابل (پژواک، ۲۷وری ۹۸): د اوبو او برېښنا وزارت، له ودانیزو شرکتونو د برېښنا په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه، خو ودانیز شرکتونه ادعا کوي چې یوازې هغه کسان پروژې ترلاسه کولی شي چې له سیاسي ملاتړه برخمن وي.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمي چې  د سوداګریزو او ودانیزو فرصتونو د یوړلسم کلني کنفرانس پر مهال کابل کې خبري کولې وویل چې د هېواد پرمختګ له خصوصي سکتور پرته ناشونی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له خصوصي سکتور سره د حکومت همکاري لپاره په دغه وزارت کې حقوقي چوکاټ جوړ شوی  او خصوصي سکتور کولی شي چې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه وویل: ((همدا اوس د اوبو برېښنا تولید درې پروژې او د لمریزې برېښنا د دو زره مېګاواټه تولید پروژه ترلاسه لاندې دي او ودانیز سکتور کولی شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.))

خُلمي همداراز زیاته کړه چې د هېواد په لوېدیځ کې د بادي برېښنا ۶۷زره میګاواټه تولید ظرفیت شتون لري او ودانیز سکتور په خپل کار کې په لږ بدلون سره کولی شي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي؛ ځکه د برېښنا تولید پروژې څه ناڅه ودانیز سکتور اړوند دي او دا شرکتونه کولی شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي وویل چې په نننۍ غونډه کې به د پروژو اړوند جزئیات له ودانیزو شرکتونو سره شریک شي.

د هغه په خبره، د اوبو او برېښنا وزارت په دې وروستیو کې له اغاخان بنسټ سره تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې برېښنا تولیدوي او حکومت به یې ترې پېري.

په دې غونډه کې د ودانیزو شرکتونو ټولنې د بورډ غړي صبغت الله کریمي وویل چې ځیني شرکتونه د ودانیزو پروژو ترلاسه کولو ته لېوال دي او د  تطبیق لپاره یې هم اړین ظرفیت لري؛ خو ډېری پروژې هغه چا ته ورکول کېږي چې سیاسي ملاتړ له ځان سره لري، هغه د سیاسي ملاتړ په اړه جزئیات ور نه کړل.

هغه همداراز وویل: ((د ځینو پروژو تړون داسې شرکتونو ته ورکړل شوی چې ان د پروژې د پلي کولو وړتیا هم نه لري، تر یو بریده اصلاحات رامنځ ته شوي دي؛ خو د تړونونو ورکړې په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه دي؛ ځکه چې خصوصي سکتور د فساد شتون په  اړه اندېښنه لري او د دغه سکتور د زړه ماتې سبب شوی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د خوست هوايي ډګر د یو ترمینل جوړولو تړون  د ټاکلې پلاوي پرېکړې خلاف داسې شرکت ته منظور شوی چې یوازې د شرط پاڼې بشپړولو وړتیا یې نه درلوده.

کریمي د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې له خصوصي سکتور سره د حکومت همکاري کمه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.