د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې ځینو ښځو د نقاشۍ له لارې د خپلو حقونو خونديتوب وغوښت

بلخ کې ځینو ښځو د نقاشۍ له لارې د خپلو حقونو خونديتوب وغوښت

Apr 16, 2019 - 16:26

مزارشريف (پژواک، ۲۷ وری ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر مېرمنو د واټ پر سر په راټولېدو او د نقاشۍ يوه نندارتون په جوړېدو سره غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د دوی حقوق او لاسته راوړنې له پامه نه غورځول کېږي.

دغه مېرمنې د وري په ۲٧مه د مزار ښار په باغ زنانه بڼ کې راټولې شوې وې.

د پروګرام يوه سمبالوونکې او د ښځو حقونو فعاله  مژده لطيف وايي چې د خپل غږ پورته کېدو او نړيوالو له خوا اورېدو په موخه يې دغه پروګرام جوړ کړی دی.

هغې پژواک ته وويل چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ښځو ځای تر اوسه نه دی مشخص شوی او دوی غوښتنه کوي چې له پامه دې نه غورځول کېږي.

مېرمن مژده زياتوي چې لا هم د افغانستان په ډېری دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه سمبوليکه ده.

د هغې په خبره، مېرمنو ته بايد په ټولو سياسي او ټولنيزو چارو کې په حقيقي ډول ونډه ورکړل شي.

 نوموړې دغه راز وايي، هغه مېرمنې چې په ټولنه کې فعاله ونډه لري، بايد له هڅو او کړنو یې  قدرداني وشي.

فرزانه اخلاقي هغه نقاشه ده چې په دغه پروګرام کې يې خپل يو شمېر اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه زياتوي چې د نقاشۍ پر مهال ډېری وخت د ښځو محروميتونه، سوله، د جګړې او تاوتريخوالي زيانونه په پام کې نيسي او له دې لارې غواړي، چې د مېرمنو غږ تر يوه ځايه ورسوي.

دې زياته کړه چې لا هم ډېری افغان مېرمنې نه له خپلو حقونو څخه ناخبرې دي.

مېرمن اخلاقي وويل: ((سره له دې چې دلته مېرمنو ته د ډېر کار کولو ادعاوې کېږي؛ خو له بده مرغه چې لا هم اکثريت افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه ناخبرې دي، زمونږ هڅه دا ده، چې د همدې مېرمنو غږ او غوښتنو ته انعکاس ورکړو.))

د هغې په خبره، له دې وروسته بايد مېرمنې له پامه ونه غورځول شي.

په شمال زون کې ۲۰۹ شاهين قول اردو د جندر برخې مسوولې فرزانې محمدي هم په خپلو خبرو کې نيوکه وکړه چې د سولې روانه پروسه کې يې مېرمنو ته لازم سهم نه دی ورکړی.

هغې وويل چې ډېری مېرمنې په دې اندېښمنې دي چې هسې نه د سولې په مذاکراتو کې يې لاسته راوړنې قرباني شي او بېرته پخوانيو وختونو ته ور وګرځي.

مېرمن محمدي امېدواري وښوده چې په راتلونکې کې  دې د سولې د مذاکراتو پر مهال د مېرمنو ونډه او حقوق هم په پام کې ونيول شي.

هغې د ملي وحدت له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو پر مهال دې د نورو ارزښتونو تر څنګ د ښځو له حقونو او لاسته راوړنو هم په کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

په مزارشريف کې د افغان ښځو شبکې د مديره پلاوي غړې پشتون شراره په خپلو خبرو کې وويل چې د ښځو له حقونو سره سمبوليک چلند کېږي او نيوکه يې وکړه چې د سولې په مشورتي لويه جرګه کې هم مېرمنو ته په لازم ډول ونډه نه ده ورکړل شوې.

هغه وويل: ((تېره يوه نيمه لسيزه کې زموږ لاسته راوړنې چا راته په خيرات کې نه دي راکړې، دا هر څه مو په قربانيو ترلاسه کړي، اوس دا وېره راسره ده چې دا هره څه پر اوبو لاهو نه شي.))

د هغې په خبره، د مسکو په غونډه کې د مېرمنو ونډه په هېڅ نه وه حساب او هيله يې وښوده چې د سولې په راتلونکو ناستو کې دې دوی ته پاملرنه وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement