د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېر کال د کېندنو په پايله کې سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي

تېر کال د کېندنو په پايله کې سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي

Apr 16, 2019 - 17:47

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): تېر کال د پاکستان او ايران له خوا پر سرحدي سيمو کې زرګونه تېروتنې شوې، بلخوا سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي او همدارنګه ۴۳۹ جوماتونه او حسينيې جوړې او رغول شوې دي.

دغه راز تېر کال د کوچيانو چارو رياست په دېرشو ولايتونو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ۴۵۰ جريبه وقفي ځمکه ترلاسه کړې ده.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د کوچيانو چارو د سمون رياست چارواکو دغه څرګندونې نن په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په برنامه کې خبريالانو ته وکړې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت

د دغه وزارت وزارت مسلکي مرستيال فريدون بارکزي وويل ياد وزارت په هېواد کې تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه په ننګرهار، کندهار، هلمند او هرات کې سترې ناستې جوړې کړې، په ياد وزارت کې ۳۶۰ ثبت شوو قومي شوراګانو ته يې تګلارې جوړې کړې، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې ۸۴ قومې شخړې حل کړې دي.

د ده په وينا، د پنځو ولايتونو د رياستونو د ودانيو جوړول، د ياد وزارت اړوند د کابل په رحمان بابا، خوشحال خان او پيرمحمد کاکړ ښوونځيو او د بايزيد روښان په انسټيټيوټ کې د څلور زره زده کوونکو جذب، په سرحدي سيمو کې د سرحدي تېروتنو څېړل او اړوند ارګانونو ته يې د معلومات ورکول د تېر کال له لاسته راوړنو ياد کړل.

هغه وويل: "تېر کال د پاکستان او ايران له خوا سرحدي سيمو کې زرګونه سرغړونې شوې، موږ يې په اړه څېړنې بشپړې کړې او د امنيت شورا ته مو سپارلې دي."

ده د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره توغنديز بريدونه، د پاکستان له خوا د ډيورند پر کرښه د اغزن سيم غځول له يادو سرغړونو ياد کړل. ده د په دې اړه جزئيات ورنه کړل او د ايران د سرغړونو په اړه يې څه ونه ويل.

 

نوموړی زياتوي، روان کال به د ياد وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان بشپړ کړي، د لېسو ودانيو د بيارغونې چارې په بشپړې شي، د نا امنو او قبايلي سيمو لسګونه زده کوونکي به اړوند لېسو ته جذب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

د ياد وزارت سرپرستې حسينې صافۍ وويل، دغه وزارت د ۹۱ سلنې بودجې لګول، د کب ۲۷مه د خبريال د ملي ورځې په نوم نومول او د هېواد د اتو ولايتونو په لرغونو سيمو کې د کيندنو پيلېدل ياد وزارت د تېر کال لاسته راوړنې يادې کړې.

همداراز هغه وايي، د هنر او فرهنګ شورا جوړېدل او په کم فيس خصوصي پوهنتونونو ته د څه باندې ۴۰۰۰ ځوانانو ور پېژندل هم د ياد وزارت د تېر کال په لاسته راوړنو کې شامل دي.

د هغې په وينا، دغه وزارت په لومړي ځل د هېواد په اتو ولايتونو (غزني، کندهار، ننګرهار، کاپيسا، لوګر، باميان، پروان او بلخ) کې قانوني کيندنې کړې او سلګونه تاريخي اثار يې ملي موزيم ته لېږدولي دي.

هغې د کاپي رايټ بورډ جوړول، د رسنيو د نشراتي تګلاره او ملي فرهنګي تګلارو جوړول، د ٤٤ تاريخي ځايونو سروې کول، د ٢٩ تاريخي ځايونو جوړول، د ٩٧ تاريخي ځايونو تثبيت او ثبتول، په ملي ارشيف کې د ۲۱۶۳۱ خطي نسخو ډيجيټل کېدل، ۱۱۳ بېلابېلو رسنيو ته جوازونو ورکول، د ګرځندوی او هوټلولۍ انسټيټيوټ د نصاب جوړېدل، د ٣٦ رسنيزو شکايتونو څېړل او څلور يې څارنوالۍ ته استول په تېر کال کې د دغه وزارت له کارونو ياد کړل.

هغه وايي چې د ۴۵۰۰۰ خطي نسخو ډيجيټلي کول، په زابل کې د شاه علم خان کلا او د حقينې حوض، په لوګر کې د سبزعلي‌ زيارت، غزني کې د منارونو د انګړ دېوال او ننګرهار کې د سراج العمارت بيا رغونه د دغه وزارت د روان کال په پلان کې شامل دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت

د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم منيب وويل چې دغه وزارت تېر کال د نږدې ۲۰۰ ميليونه افغانیو په لګښت په ټول هېواد کې ۴۳۹ جوماتونه او حسينيې جوړې کړې او بيارغولې دي.

د هغه په وينا، حرمينو شريفينو ته د ۲۹۴۰۰ حاجيانو استول، له وقفي ځمکو څخه ۸۵ ميليونه افغانيو ترلاسه کول، له اجيرۍ څخه رسمي بستونو ته د خطيبانو او امامانو د بستونو لوړول او د هېواد په نږدې څلور زره ديني مدرسو او دارالحفاظونو کې ۳۵۸۰۰۰ زده کوونکي ته د قران کريم د حفظ او ديني زده کړو د لارو چارو برابرول د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو وګڼل.

 د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چې تېر کال يې په ټول هېواد کې د ۷۰۰ فال کتونکو هټۍ تړلې دي.

 

دی وايي، راتلونکی کال به حرمينو شريفينو ته د ۳۰زره حاجيانو د استولو چارې تنظيم، د جمعې د لمونځونو خطبې په کتابي بڼه چاپ او د ۹۰ ميليونه افغانيو په لګښت به په ټول هېواد کې ۳۵۶ جوماتونو او حسينيو جوړول او بيارغولو چارې بشپړې کړي.

د کوچيانو چارو د سمون رياست

د کوچيانو چارو د سمون رياست مشر حبيب الرحمن نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې کوچيان په هېواد کې له اړينو اسانتياوو بې برخې دي او پاملرنه نه ده ورته شوې.

دى وايي چې دغه رياست د کوچيانو د ستونزو لرې کولو ته پلان جوړ کړى خو ځينې اړوندې ادارې يې نه پلی کوي.

خو هغه زياتوي، دغه رياست تېر کال په دېرشو ولايتونو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ۴۵۰ جريبه وقفي ځمکه ترلاسه کړې، سلګونه سيار او ثابت ښوونځي يې فعال ساتلي او ۱۲ ښوونځي يې جوړ کړي دي.

د هغه په وينا، ياد رياست اته ثابت روغتيايي مرکزونه، ۲۷ ګرځنده روغتيايي مرکزونه فعال ساتلي او تېر کال يې ۲۷ حيواني روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او د ۲۷ ميليونه افغانیو په لګښت يې د کوچيانو مالونو ته واکسين او درمل ورکړي.

دی زياتوي، ياد رياست تېر کال پر کوچيانو ۸۹۰ ټنه واښه او ۹۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي؛ ځکه چې په ځينو سيمو کې کوچيان کرنيزې ځمکې لري.

د ده په وينا، ياد رياست په پلان کې لري چې نور ثابت او سيار ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او دغه راز د شخړو د حل په موخه هم د کوچيانو شوراګانې جوړې او څرځايونه ورغوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement