ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال د کېندنو په پايله کې سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي

تېر کال د کېندنو په پايله کې سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي

author avatar
16 Apr 2019 - 17:47
تېر کال د کېندنو په پايله کې سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي
author avatar
16 Apr 2019 - 17:47

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): تېر کال د پاکستان او ايران له خوا پر سرحدي سيمو کې زرګونه تېروتنې شوې، بلخوا سلګونه تاريخي اثار ملي موزيم ته لېږدول شوي او همدارنګه ۴۳۹ جوماتونه او حسينيې جوړې او رغول شوې دي.

دغه راز تېر کال د کوچيانو چارو رياست په دېرشو ولايتونو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ۴۵۰ جريبه وقفي ځمکه ترلاسه کړې ده.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د کوچيانو چارو د سمون رياست چارواکو دغه څرګندونې نن په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په برنامه کې خبريالانو ته وکړې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت

د دغه وزارت وزارت مسلکي مرستيال فريدون بارکزي وويل ياد وزارت په هېواد کې تلپاتې سولې د ټينګښت په موخه په ننګرهار، کندهار، هلمند او هرات کې سترې ناستې جوړې کړې، په ياد وزارت کې ۳۶۰ ثبت شوو قومي شوراګانو ته يې تګلارې جوړې کړې، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې ۸۴ قومې شخړې حل کړې دي.

د ده په وينا، د پنځو ولايتونو د رياستونو د ودانيو جوړول، د ياد وزارت اړوند د کابل په رحمان بابا، خوشحال خان او پيرمحمد کاکړ ښوونځيو او د بايزيد روښان په انسټيټيوټ کې د څلور زره زده کوونکو جذب، په سرحدي سيمو کې د سرحدي تېروتنو څېړل او اړوند ارګانونو ته يې د معلومات ورکول د تېر کال له لاسته راوړنو ياد کړل.

هغه وويل: "تېر کال د پاکستان او ايران له خوا سرحدي سيمو کې زرګونه سرغړونې شوې، موږ يې په اړه څېړنې بشپړې کړې او د امنيت شورا ته مو سپارلې دي."

ده د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره توغنديز بريدونه، د پاکستان له خوا د ډيورند پر کرښه د اغزن سيم غځول له يادو سرغړونو ياد کړل. ده د په دې اړه جزئيات ورنه کړل او د ايران د سرغړونو په اړه يې څه ونه ويل.

 

نوموړی زياتوي، روان کال به د ياد وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان بشپړ کړي، د لېسو ودانيو د بيارغونې چارې په بشپړې شي، د نا امنو او قبايلي سيمو لسګونه زده کوونکي به اړوند لېسو ته جذب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

د ياد وزارت سرپرستې حسينې صافۍ وويل، دغه وزارت د ۹۱ سلنې بودجې لګول، د کب ۲۷مه د خبريال د ملي ورځې په نوم نومول او د هېواد د اتو ولايتونو په لرغونو سيمو کې د کيندنو پيلېدل ياد وزارت د تېر کال لاسته راوړنې يادې کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.