ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د دوحې غونډې د ګډونوالو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ

حکومت د دوحې غونډې د ګډونوالو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ

author avatar
16 Apr 2019 - 18:01
حکومت د دوحې غونډې د ګډونوالو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ
author avatar
16 Apr 2019 - 18:01

کابل (پژواک، ٢٧وری ٩٨): حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په اړه د ترسره کېدونکې ناستې لپاره د ۵۲ ښځو په ګډون د بېلا بېلو طبقو د استازو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ.

 په یاد نوملړ کې د شاملو کسانو او د طالبانو د استازو تر منځ د دوحې ناسته به د روان کال د وري په ۳۰ مه جوړه او د غويي تر لومړۍ نېټې به دوام ولري.

د ولسمشرۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي،د دوحې ناستې د ګډونوالو په نوملړ کې شامل کسان د سیاسي ګوندونو، خپلواکو سیاسي څېرو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي دي.

سرچینې لیکلي، په دغه نوملړ کې د سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو، جهادي مشرانو، د قربانیانو د کورنیو، سولې د عالي شورا، دیني عالمانو، ملي شورا، مدني ټولنو، ښځو، ځوانانو او ژورنالېستانو استازي، حکومتي مسوولین، قومي مخور او مشران شامل دي.

د یاد نوملړ پر اساس، د نوین ملي جبهې رییس انورالحق احدي، د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال امر الله صالح، د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال همایون همایون، د علماوو د شورا رییس قیام الدین کشاف، محمد یونس قانوني، د اسلامي جمعیت ګوند غړي عطامحمد نور او اسماعیل خان، د پیوند ملي افغانستان ګوند رییس منصور نادري، د حزب اسلامي مهم غړي غیرت بهیر، جمعه خان همدرد او همایون جریر، د اسلامي نوین ګوند رییس وحیدالله سباوون، د حزب اسلامي د یوې څانګې رییس عبدالهادي ارغندیوال، د صبغت الله مجددي زوی او د نجات ملي جبهې رییس نجیب الله مجددي، په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي امنیت شورا پخوانی مشاور محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی، د محاذ ملي ګوند رییس سید حامد ګیلاني، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند زلمی رسول، د امنیت ملي پخوانی مشاور ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د ملي جنبش ګوند مهم غړی باتور دوستم، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر او د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي په یاد نوملړ کې شاملې سیاسي څېرې دي.

دغه راز په یاد نوملړ کې د رسنیو په استازیتوب نهه کسان (د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل، د طلوع نیوز تلوېزیون د نشرانو رییس لطف الله نجفي زاده، د یک تلوېزیون د نشراتو مسوول عبدالله خنجاني، د اریانا نیوز د خبرونو برخې مسوول شریف حسن یار، د کلید ګروپ مسووله نجیبه ایوبي، د شمشاد تلوېزیون رییس حاجي فضل کریم فضل، د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرايیوي رییس صدیق الله توحیدي، خبریاله مرسیم سما او خبریال بلال سروري)  شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.