کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): ټاکل شوې وه چې پرون دو شنبې په قطر کې د امريکا او طالبانو د خبرو اترو شپږم پړاو پيل شي، خو د امريکا ځانګړى استازى د دوحې پر ځاى بېرته واشنګټن ته تللى دى.
له دې مخکې ويل شوي وو چې شپږم پړاو خبرې به د وري په ٢٦مه (د اپرېل ١٥مه) په دوحه کې پيلېږي.
دغه راز وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ويلي وو چې یادې خبرې د دوشنبې په ورځ پيلېږي.
خو د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د وري په ٢٧مه په ټويټر کې ليکلي چې دى په قطر کې نه، بلکې په واشنګټن کې دى او د پسرلي له ښکلي هوا خوند اخلي.
خليلزاد دوه ورځې مخکې ازبکستان ته تللى و او د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره يې پر افغان سولې خبرې کړې وې.
نوموړي په خپل ټويټ کې زياته کړې چې په واشنګټن کې يې د ترکيې د ولسمشر له ستر سلاکار سره ليدلي دي.
هغه د افغان سولې پروسه کې د ترکيې له رول او همکاريو د مننې تر څنګ هرکلى هم کړى دى.
بلخوا ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې د قطر په شپږم پړاو خبرو کې به د طالبانو په پلاوي کې د لومړي ځل لپاره ښځې هم ګډون ولري.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه اوازې رد کړې او ويلي یې دي چې تر اوسه داسې کومه پرېکړه نه ده شوې.
دا چې د طالبانو او امريکا تر منځ شپږم پړاو خبرې ځنډېدلې او يا نن سبا کې پيلېږي، په دې اړه دواړو لورو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن