ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وری ۹۸): د اروزګان د پخواني مستوفي په ګډون اووه کسان د اختلاس او جعل کارۍ په تور نيول شوي دي.
د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري د وري په ٢٧مه نيول شوي کسان په امنيې قوماندانۍ کې رسنيو ته وښودل.
هغه وويل چې په نيول شوو کسانو کې يو هم پخوانى مستوفي احمدشاه او بل د امنيې قوماندانۍ د لوجستيک پخوانی مدير محمد جان اغا هم شامل دي.
خنجرى وايي، پخواني مستوفي او د لوجستيک پخواني مدير د امینې قوماندانۍ پوليسو له امتيازاتو څه باندې ٥٥٥ زره افغانۍ غلا کړې وې او د هغوی د نيولو امر د څارنوالۍ له خوا امنيې قوماندانۍ ته استول شوى و چې نن ونيول شول.
نوموړي دغه راز وويل چې پاتې په پنځو نورو نيول شوو کسانو کې يې درې د وژنو او تښتونو او دوه نور د تذکرو د جعلکارۍ په تور نيول شوي.
امنيه قوماندان زياته کړه، هغه لسګونه نور تورن کسان چې تر دې مهاله يې د څارنوالۍ له خوا دوی ته د نیولو امر ور رسېدلی هم ژر تر ژره د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د هغه په وينا، د امنيې قوماندانۍ يو شمېر نور مامورین هم شته چې د پراخ فساد دوسيې لري او هغوى به هم ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن