د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اوبو او برېښنا وزارت: ودانیز شرکتونه دې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

د اوبو او برېښنا وزارت: ودانیز شرکتونه دې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي

Apr 16, 2019 - 16:19

 

کابل (پژواک، ۲۷وری ۹۸): د اوبو او برېښنا وزارت، له ودانیزو شرکتونو د برېښنا په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه، خو ودانیز شرکتونه ادعا کوي چې یوازې هغه کسان پروژې ترلاسه کولی شي چې له سیاسي ملاتړه برخمن وي.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمي چې  د سوداګریزو او ودانیزو فرصتونو د یوړلسم کلني کنفرانس پر مهال کابل کې خبري کولې وویل چې د هېواد پرمختګ له خصوصي سکتور پرته ناشونی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له خصوصي سکتور سره د حکومت همکاري لپاره په دغه وزارت کې حقوقي چوکاټ جوړ شوی  او خصوصي سکتور کولی شي چې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه وویل: ((همدا اوس د اوبو برېښنا تولید درې پروژې او د لمریزې برېښنا د دو زره مېګاواټه تولید پروژه ترلاسه لاندې دي او ودانیز سکتور کولی شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.))

خُلمي همداراز زیاته کړه چې د هېواد په لوېدیځ کې د بادي برېښنا ۶۷زره میګاواټه تولید ظرفیت شتون لري او ودانیز سکتور په خپل کار کې په لږ بدلون سره کولی شي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي؛ ځکه د برېښنا تولید پروژې څه ناڅه ودانیز سکتور اړوند دي او دا شرکتونه کولی شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي وویل چې په نننۍ غونډه کې به د پروژو اړوند جزئیات له ودانیزو شرکتونو سره شریک شي.

د هغه په خبره، د اوبو او برېښنا وزارت په دې وروستیو کې له اغاخان بنسټ سره تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې برېښنا تولیدوي او حکومت به یې ترې پېري.

په دې غونډه کې د ودانیزو شرکتونو ټولنې د بورډ غړي صبغت الله کریمي وویل چې ځیني شرکتونه د ودانیزو پروژو ترلاسه کولو ته لېوال دي او د  تطبیق لپاره یې هم اړین ظرفیت لري؛ خو ډېری پروژې هغه چا ته ورکول کېږي چې سیاسي ملاتړ له ځان سره لري، هغه د سیاسي ملاتړ په اړه جزئیات ور نه کړل.

هغه همداراز وویل: ((د ځینو پروژو تړون داسې شرکتونو ته ورکړل شوی چې ان د پروژې د پلي کولو وړتیا هم نه لري، تر یو بریده اصلاحات رامنځ ته شوي دي؛ خو د تړونونو ورکړې په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه دي؛ ځکه چې خصوصي سکتور د فساد شتون په  اړه اندېښنه لري او د دغه سکتور د زړه ماتې سبب شوی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د خوست هوايي ډګر د یو ترمینل جوړولو تړون  د ټاکلې پلاوي پرېکړې خلاف داسې شرکت ته منظور شوی چې یوازې د شرط پاڼې بشپړولو وړتیا یې نه درلوده.

کریمي د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې له خصوصي سکتور سره د حکومت همکاري کمه شوې ده.

په تخنیکي او ودانیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار انجنیر یوسف پښتون چې په دې غونډه یې ګډون درلود له خصوصي سکتورسره د حکومت پر نه همکاري نیوکه وکړه ویې ویل: ((دې سکتور ته پاملرنه به هېواد کې  د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او کارموندنې لامل شي.))

نوموړي د ودانیزو شرکتونو رول د هېواد په رغونه کې مهم وباله او ویې ویل چې دغه سکتور له ۲۰۰۳ کال راهيسې د پام وړ فعالیت کړی دی.

د افغانستان د ودانیزو شرکتونو ټولنې اجرايي مشر شریف عظیمي هم په پروژو کې دې ټولنې ته د ونډې ورکړې غوښتنه وکړه ویې ویل چې پروژې باید د وړتیا او ظرفیت پر بنسټ شرکتونو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې ۳۵۰ کورني او بهرني شرکتونه د دې ټولنې غړیتوب لري او دا شرکتونه له ښوو وړتیاوو برخمن دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement