ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځینو نوماندانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره شرط اېښی

د ولسي جرګې ځینو نوماندانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره شرط اېښی

author avatar
16 Apr 2019 - 19:46
د ولسي جرګې ځینو نوماندانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره شرط اېښی
author avatar
16 Apr 2019 - 19:46

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د ولسي جرګې لسګونه نوماندانو د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی، که د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دورې پرانيسته ونه شي، په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.

د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ ټاکنو شاوخوا ۱۰۰ مخکښو او بریالیو نوماندانو نن په داسې حال کې د اتو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو د نه اعلانېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته شاوخوا ۱۲ ورځې پاتې دي.

دوی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژر تر ژره د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو مخکې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي، چې له مخې یې هغه نوي غړي چې د قانون مطابق یې دندې پیل کړې، په لویه جرګه کې ګډون وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، ارزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر او اهل هندوانو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او د کوچیانو د حوزې په ګډون د کابل، کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان، کندوز او هلمند د حوزو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د غويي په نهمه ترسره شي، خو تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو شپږو نوماندانو او ځینو سیاسي جریانونو د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدل چل او ټاکنیز کمپاین بللی او په دې غوڼده کې یې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

له سمنګان ولایته ولسي جرګې ته بریالی نوماند مخدوم ابدال محمدي نن په کابل کې په دې تړاو د جوړې شوې غونډې پر مهال د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې دې د ولسي جرګې د غړو دریځ روښانه کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((حکومت باید د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو مخکې د پارلمان پرانیسته وکړي، له دې پرته موږ بې تفاوته نه پاتې کېږو او د سولې مشورتي لویه جرګه تحریموو.))

له کابله ولسي جرګې ته مخکښ نوماند فدا محمد الفت د ولسي جرګې په ټاکنو کې د حکومت پر لاسوهنو نیوکه وکړه او له حکومتي مشرانو یې وغوښتل چې خپل شخصي مسایل څنګ ته کړي او په دغه ستر ملي بهیر کې له مداخلې لاس واخلي.

نوموړي حکومتي مشرانو ته په خطاب کې وویل: ((که په تاسو پوړې تړلو کسانو رایې نه دي وړي، دا د خلکو پرېکړه ده او د خپلو کسانو لپاره د خلکو رایې مه ګرو کوئ، خلک د خپل سر په بیه د رایو صندقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رایې ورکړې.))

له کاپیسا ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی نوماند میر دادخان نجرابي وویل، د مقننه قوې غیرفعاله پاتې کېدل د حکومت مشروعت تر پوښتنې لاندې راولي، حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونه دې ژر تر ژره د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د دوی له خوا په لوستل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسي جرګې د ټاکنو شپږ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه نه یواځې د کابل حوزې، کوچیانو حوزې او ځینو نورو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، بلکې د دغه ملي بهیر د ځنډېدو په اړه ګنګوسې اورېدل کېږي.

دوی د ټاکنو برمته کول د ولسواکۍ جوړښت او د ټاکنو بهیر په اړه د خلکو باور ته ستره ضربه ګني او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتي چې د پاتې حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.