کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې ۱۷۶ داسې لرې ساحې او کلي په نښه کړي چې باید روغتیايي خدمات ورته ورسول شي.
په دغو ساحو کې له درې سوه تر پنځه زره کسان اوسېږي چې ټول نفوس یې شاوخوا ۶۰۰ سوه زره دی.
خو چارواکي وايي، د دغو ساحو د روغتیايي پوښښ لپاره بودجې، امکاناتو او د مرستندویه ادارو مرستو ته اړتیا ده.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ۵۷ سلنه اوسېدونکي د یو ساعت او ۸۷ سلنه اوسېدونکي د دوه ساعته مزل په کولو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري.
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې یې ۱۷۶ داسې ساحې او کلي په نښه کړي چې لري پراته او له روغتیايي پوښښه پاتې دي.
د ده په خبره، په دې هره ساحه کې له ۳ سوه تر ۵ زره کسان ژوند کوي چې ټول نفوس یې شاوخوا ۶۰۰ سوه زره تنه تنه کېږي.
نوموړی زیاتوي، دا چې کندهار غرنی جوړښت او پراخې سیمې لري او نفوس یې پاشلی دی، نو ټولو سیمو ته یې بشپړ روغتیايي خدمات رسول بودجې او امکاناتو ته اړتیا لري.
خو دی وايي، د دې لپاره چې د دې سیمې اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات ورسول شي ۳۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې پر کار ګومارلي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به په لرو ولسوالیو کې ۲۰ فرعي روغتیايي مرکزونه هم فعال کړي.
پخلا دغه راز خبر ورکړ چې په لرو سیمو کې د زېږون پر مهال د میندو مړینه لویه ستونزه ده چې له ښه مرغه په دې وروستیو کې ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.
نوموړي یو لړ نورې ستونزې هم یادې کړې چې په دغه ولایت کې د روغتیايي سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.
ده وويل، د بودجې کمښت او پر وخت نه رسېدل، کم تشکیل، لږ روغتیايي مرکزونه، په ځینو سیمو کې د روغتايي مرکزونو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی د دوی جدي ستونزې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن