ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیلابونو د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۱۲۷ تنو ژوند اخیستی دی

سیلابونو د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۱۲۷ تنو ژوند اخیستی دی

author avatar
16 Apr 2019 - 19:42
سیلابونو د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۱۲۷ تنو ژوند اخیستی دی
author avatar
16 Apr 2019 - 19:42

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۸): د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ۱۲۷ کسان مړه شوي او په کابل ښار کې د دوو کسانو تلف کېدو ترڅنګ د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲۰۰ کورونه د اوبو له ګواښ سره مخامخ دي.

د کابل ښاروال عبدالمتین سرفراز نن د اړوند بنسټونو له لوري د ((اړین اقدامات تر لاس لاندې نیول او د وروستیو طبیعي پېښو زیانمن شوو ته د رسېدنې لپاره)) تر نوم لاندې جوړه شوې غونډې پرمهال د کابل ولایت مقام کې وویل چې د وروستیو ورښتونو له امله د کابل سیند اوبو کچه لوړه شوې او د ښاریانو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي.

چارواکي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بارانونو د ورښت له امله، په کابل ښار کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي، څه باندې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ نور کورنه د اوبو له ګواښ سره مخامخ دي.

ښاروال وویل چې دا زیانونه د دویمې، درېیمې، پنځمې، شپږمې، نهمې، دیارلسمي، شپاړسمې، اوولسمې او یويشتمې ناحیو اړوند سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځ ته شوي دي.

د هغه په وینا، د کانالیزاسیون نه شتون، د کابل سیند غاړو ته د غیرپلاني کورونو شتون او د سطحي اوبو مدیریت لپاره د اساسي زیربنا نه شتون،  هغه عوامل دي چې کابل ښاریان یې له ننګونو  سره مخامخ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دمګړۍ په کابل سیند کې په یوه ثانیه کې ۱۸۰ مترمکعبه اوبه بهیږي، په داسې حال کې چې کابل سیند په یوه ثانیه کې د ۱۷۵ متر مکعبو اوبو بهیدو ظرفیت لري؛ خو د تدابيرو نیول اړین دي.

هغه یادونه وکړه چې کابل ښاروالۍ د نورو بنسټونو په همکارۍ له خاورو او شګو ډکې څه باندې لس زره بورۍ د کابل سیند غاړو زیانمنونکو سیمو کې ايښي دي؛ څو د اوبو ډېرېدو په ترڅ کې د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.

د ده په وینا، دا لړۍ اوس هم روانه ده.

نوموړي په ویالو کې د خځلو اچول د ښار په ځینو واټونو کې د اوبو راوتلو لامل یاد کړ او له ښاریانو يې غوښتنه وکړه چې خځلې لې په ټاکلي ځای کې واچوي.

نوموړي د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ورښتونو، سېلابونو او اوبو کچې لوړېدا له امله دې د  پنځمې، دیارلسمې، شپږمې، نهمې، شپاړسمې او یووېشتمې ناحیې ښوونځي د دوه  یا درې ورځو لپاره رخصت کړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل چې نن او سبا د باران ورښت وړاندوینه شوې ده، په زیانمنونکو سیمو کې د اوبو او سېلابونو احتمالي زیاتېدا لپاره چمتووالی نیول شوی، زیانمنونکو سیمو ته د ارزونې او مرستو ډلې رسېدلي دي، څو د زیانونو مخنیوي لپاره اقدامات پيل کړي.

د هغه په خبره، په نننۍ غونډه کې د کابل هرې ولسوالۍ لپاره د ښاروالۍ، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې، د کورنیو چارو، عامې روغتیا، کلیو پراختیا، اوبو او انرژی وزارتونو او ځینو نورو ادارو ګډه کمېټه جوړه شوې څو د زیانونو کچه معلومه کړي او له زیانمنو شوو سره مرسته او همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.