د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې د نجونو یو بل ښوونځی پر ماينونو الوځول شوی

فراه کې د نجونو یو بل ښوونځی پر ماينونو الوځول شوی

Apr 16, 2019 - 15:28

 

فراه (پژواک، ٢٧ وری ٩٨): ناپېژاندو وسله والو د فراه د مرکز اړوند په نوده کلي کې د نجونو د یوه بل ښوونځي ودانۍ پر ماينونو الوځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه هم ناپېژاندو وسله والو د نوده کلي تر څنګ په تیوسک کلي کې د شهید بنفشه د نجونو لېسې ودانۍ پر ماينونو الوځولې وه.

د نوده کلي اوسېدونکي فرامزر نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې لېسې ودانۍ تېره شپه پر ماينونو الوځول شوې او اداري برخې او کتابخونه یې تخریب شوي دي.

دی وايي چې په دې چاودنه کې لسګونه جلده کتابونه هم له منځه تللي دي.

د ده په خبره، د ښوونځي د ودانۍ د الوځولو پر مهال د ښوونځي هېڅ کارکوونکی هلته نه و.

فرامرز دغه کار غندي او له حکومته غواړي چې عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د فراه د پوهنې رییس محمد عظیمي وايي، د دغه ښوونځي ودانۍ د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ماينونو الوځول شوې ده.

عظیمي د ښوونیزو مرکزونو الوځول د پوهې او هېواد د پرمختګ د دښمنانو کار ګڼي او دوی ته په خطاب کې وايي: ((په دې ډول کړنو به مو موږ لا هم قوي مخې ته ځو او په دې ډول کړنو به هېڅ وخت د پوهې د پرمختګ مخه ونه نیسئ.))

د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوده او تیوسک کلي د طالبانو تر کنټرول لاندې دي خو طالبان وايي، د یادو لېسو د ودانیو پر الوځولو کې لاس نه لري.

طالبان دغه کار د دوی د بدنامۍ لپاره عمل ګڼي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement