ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ټپيان کړي

هلمند کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ټپيان کړي

author avatar
16 Apr 2019 - 09:09
هلمند کې چاودنې ١٢ ملکي وګړي ټپيان کړي
author avatar
16 Apr 2019 - 09:09

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٨): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د چاودنې له مله د شپږو ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه پرون له ماښام وروسته اووه بجې د  ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو پر يو ملکي موټر چسپکي ماين نښلولى و چې د چاودنې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ځواک وايي چې د چاودنې ټپيان د موټر سپرلي او د سړک پر غاړه ولاړ عام خلک وو چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د پېښې د غندلو تر خنګ د ګرشک ولسوالۍ روغتيايي مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د ټپيانو سمه درملنه وکړي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د نا امنيو په پېښو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.