کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٨): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د چاودنې له مله د شپږو ماشومانو په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه پرون له ماښام وروسته اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو پر يو ملکي موټر چسپکي ماين نښلولى و چې د چاودنې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ځواک وايي چې د چاودنې ټپيان د موټر سپرلي او د سړک پر غاړه ولاړ عام خلک وو چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د پېښې د غندلو تر خنګ د ګرشک ولسوالۍ روغتيايي مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د ټپيانو سمه درملنه وکړي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د نا امنيو په پېښو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن