کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): افغانستان هند ته د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د ٢٢٠ ټنه هينجو صادرولو تړون د دغه هېواد له يوه ځايي شرکت سره لاسليک کړ.
د هندوستان په مبيي ښار کې د افغانستان سوداګريزه اتشه عبدالنافع سروري د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قرارداد يې نن د هندوستان د (ال انډيا هينګ سپلای کمپنۍ) سره لاسليک کړ.
هغه زياته کړې چې د دغه تړون د لاسليکولو په مراسمو کې په مبيي کې د افغانستان قونسل جنرال نسيم شريفي هم شتون درلود.
سروري وايي چې د دغه هوکړه ليک له مخې د هندوستان ياد شرکت به د کال د ٢٢ ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٢٠ ټنه هينج له افغانستانه د مبيي ښار ته واردوي او بيا به يې د افغان هينجو په نوم بازارونو ته عرضه کوي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان هينج په هندوستان کې ښه بازار لري او د کال د ١٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت یې له افغانستانه واردوي.
سروري زياته کړه چې د افغانستان د هينجو صادرات هندوستان ته د پخوا په پرتله ٢٥ سلنه زيات شوي دي.
هينج يو ډول بوټى دى چې په درملو کې کارول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن