ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خبريالان:امنيه قوماندان موږ ته سپکې سپورې ويلي

د خوست خبريالان:امنيه قوماندان موږ ته سپکې سپورې ويلي

author avatar
17 Apr 2019 - 17:25
د خوست خبريالان:امنيه قوماندان موږ ته سپکې سپورې ويلي
author avatar
17 Apr 2019 - 17:25

خوست ښار (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): خوست کې د درېيو رسنيو خبريالان ادعا کوي چې امنيه قوماندان ورته سپکې سپورې ويلي او له خپل دفتره يې په زور ايستلي دي.

دغه خبريالان چې د سلام وطندار راډيو، مېلمه راډيو او د هېواد تلوېزيون سره دندې تر سره کوي، نن د وري په ٢٨مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل، دوی غوښتل چې د خوست له امنيه قوماندان سره ددغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه ځانګړې مرکه وکړي، خو هغه اجازه نه ده ورکړې.

هغوى زياته کړه، نه يواځې دا چې قوماندان د مرکې وخت ته نه دی ورکړی، بلکې سربېره پردې يې سپکې سپورې هم ورته ويلې دي.

د سلام وطندار راډيو ځايي خبريال محمدالرحيم سکندر وويل چې د قوماندان دا کړنه له قانون سره په ټکر کې ده او د رسنيو له مدافع بنسټونو يې وغښتل چې دا مسئله دې ژر ترژره وڅېړي.

دی زياتوي: ((موږ دا يوه اوونۍ کيږي چې قوماندانۍ سره اړيکه کې و يوه او بله پلمه يې کوله، خو کله يې چې پرون هلته وغوښتو اوله کې خو د سکرټر چلند ښه نه و او بيا چې کله قوماندان راووت، موږ ته يې بد رد وويل حتی دا يې هم وويل چې زه ستاسو د پلار نوکر نه يم ځئ ووځئ، پر خولې دې وهم او نورې خبرې يې وکړې.))

سکندر نيوکه وکړه، ددې پر ځای چې حکومتي چارواکي د خبريالانو ستونزې ور حل کړي او د ژوند خونديتوب ته يې پام وکړي، هغوی ورسره برعکس چلند کوي.

د مېلمه راډيو او د هېواد تلوېزيون ځايي خبريالان حبيب کامران او سردار زيارمل هم د امنيه قوماندان له خوا دوی سره شوي چلند خپه کړي.

هغو دغه کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې معلوماتو ته لاس رسى يو څه ګران شوی چې د دوی پر کار يې ناوړه اغېز کړې.

دوی زياته کړه:((موږ چارواکو ډېر محدود ساتلي يو، په وخت معلومات نه راکوي، زموږ مصئونيت ته يې پام نه دی کړی. له لوړپوړو حکومتي چارواکو مې غوښتنه دا ده چې د خوست امنيه قوماندان دې څارنوالۍ ته معرفي کړي، ځکه موږ ته په وخت معلومات نه راکوي.))

پژواک وغوښتل چې ددغې ادعا د سپناوي په موخه د خوست له امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزي سره مخامخ خبرې وکړي، خو له هغه مخکې د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول رسنيو ته د قوماندان ويډيويي پيغام ليږلی You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.