ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې باران او سېلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې باران او سېلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
17 Apr 2019 - 15:34
ننګرهار کې باران او سېلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
17 Apr 2019 - 15:34

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې وروستي باران او سېلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز يې ۲۶۶ کورونه او له پنځه زره جريبه ډېره ځمکه تخريب کړې ده.

بلخوا چارواکي د ورته نورو پېښو د مخنيوي او رامنځته شوو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د مرستو لپاره چمتووالی نيولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د وري په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، په مرکز جلال اباد ښار، لعلپورې، هسکه مېنې، مومنددرې، کامې، شینوارو، بهسودو، سره رود، دوربابا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د زیاتو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۶۶ کورونه تخریب شوي، شاوخوا ۵زره جریبه ځمکه زیانمنه شوې او ۱۵ څاروي مړه شوي .

هغه زیاته کړه، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر یو کور او چپرهار ولسوالۍ کې پر یو موټر د تندر پرېوتو پېښه کې یو کس مړ شوی او یوه مېرمن او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، د روداتو ولسوالۍ په منګل او د سره رود ولسوالۍ په کاکوخېلو سیمو کې د چت او دېوال ړنګېدو پېښو کې د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون پنخه کسان مړه شوي او د یوې ماشومې په ګډون دوه نور ټپیان دي.

دغه راز د اوومې ناحیې په سرخاب پل سیمه کې یوه کس د سېلاب وړلو له امله شهید شوی دی .

د خوږياڼي په وينا، سېلابونو د ګوشتې په ولسوالۍ کې دوه کشتې او په سره رود ولسوالۍ کې د ۲زره متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه هم وړ دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، د دغه ولایت والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د تېرې شپې راهیسې په مرکز او ولسوالیو کې ملکي او نظامي مسوولینو د خلکو د ژغورلو په موخه ګومارل شوي وو .

هغه وایي، د ننګرهار والي، په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې، د جلال اباد ښاروال، ولسوالانو او نورو مسوولینو په مرکز او ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د بېلابېلو زیانمنو او تر ګواښ لاندې سیمو څخه لیدنې وکړې.

د خوږیاڼي په وینا، له یادو لیدنو وروسته تېره شپه ناوخته د ننګرهار والي په مشرۍ د مرستو رسونې په موخه بېړنۍ کمېټې لومړنۍ او نن سهار د ولایت مرستیالې په مشرۍ دویمه غونډه وکړه او ټاکل شوې ډېر ژر زیانمنو سیمو ته مرستې ورسېږي.

بلخوا د پېښو قربانيان وايي، حکومت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې او بايد مرستې ورسره ترسره شي.

د روداتو ولسوالۍ د منګل کلي اوسېدونکی خادم شاه وايي، د شپې په اتو بجو پرې د کوټې چت راپرېوتی چې له امله يې د کورنۍ څلور غړي مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.