جلال اباد (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د باران له امله په یوه کور کې د چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې د زياتو ورښتونو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د يو کور دېوال او چت لوېدلي چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه مېرمنې او دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، له دې مخکې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په سيمه کې يو کس سېل وړی او مړ شوى دى.
د والي وياند دغه راز وويل چې د والي شاه محمود مياخېل په سپارښتنه د لعلپورې ولسوال، امنيه قوماندان، د امنيت مدير له نورو مسولينو سره يو ځای په مارسنګۍ سيمه کې د راوتلو سېلابونو له ګواښ څخه خلک خوندي سيمې ته لېږدولي او ورسره يې مرسته هم کړې ده.
بلخوا د ننګرهار ولايت مقام د ښار او ولسواليو هغو اوسېدونکو ته چې د درونټي اوبو برېښنا بند په لمنه کې مېشت دي، خبر ورکړى چې د وروستيو سېلابونو له امله د درونټې برېښنا بند کاسه له اوبو ډکه شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې بند ته د زيانونو د مخنيوي په خاطر د سربند ټولې ريزرفي دروازې د اوبو پر مخ پرانيستل کېږي چې له دې سره به د اوبو حجم د کابل په سيند کې زيات شي، نو خلک بايد د مالي او ځاني زيانون د مخنيوي په خاطر خپل احتياطي پلانونه په نظر کې ونيسي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې باران او سېلابونو تر ١٢٠ زيات کسان مړه، لسګونه ټپيان او سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن