د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان هند ته د ٢٢٠ ټنه هينجو صادرولو تړون لاسليک کړ

افغانستان هند ته د ٢٢٠ ټنه هينجو صادرولو تړون لاسليک کړ

Apr 17, 2019 - 17:43

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): افغانستان هند ته د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د ٢٢٠ ټنه هينجو صادرولو تړون د دغه هېواد له يوه ځايي شرکت سره لاسليک کړ.

د هندوستان په مبيي ښار کې د افغانستان سوداګريزه اتشه عبدالنافع سروري د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قرارداد يې نن د هندوستان د (ال انډيا هينګ سپلای کمپنۍ) سره لاسليک کړ.

هغه زياته کړې چې د دغه تړون د لاسليکولو په مراسمو کې په مبيي کې د افغانستان قونسل جنرال نسيم شريفي هم شتون درلود.

سروري وايي چې د دغه هوکړه ليک له مخې د هندوستان ياد شرکت به د کال د ٢٢ ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٢٠ ټنه هينج له افغانستانه د مبيي ښار ته واردوي او بيا به يې د افغان هينجو په نوم بازارونو ته عرضه کوي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان هينج په هندوستان کې ښه بازار لري او د کال د ١٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت یې له افغانستانه واردوي.

سروري زياته کړه چې د افغانستان د هينجو صادرات  هندوستان ته د پخوا په پرتله ٢٥ سلنه زيات شوي دي.

هينج يو ډول بوټى دى چې په درملو کې کارول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement