ګردېز (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان وايي چې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره به د تل په څېر خپلې هڅې جاري وساتي.
هغه وايي چې د خلکو له غوښتنې سره سم يې سوله لومړيتوب ده، خو د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې د دوام په صورت کې يې د بريدونو مخنيوي او ځپلو ته چمتو دي.
د يادې قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ د وري په ٢٨مه، د ۶۱۰ تنه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل چې د وسله والو طالبانو له خوا د پسرلنيو عملياتو پيل وښوده چې ياده ډلې ته لا هم سوله لومړيتوب نه لري.
لونګ زياتوي، د دولت لومړيتوب سوله ده، خو که وسله طالبان سولې ته حاضر نه شي، نو په ټول ځواک به وځپل شي.
نوموړي سرتېرو ته په خطاب کې وويل:((زموږ او تاسې جګړه د سولې او ثبات د تامين لپاره ده، چې زموږ وطن ارام او اباد شي. سوله راتلونکې ده، خو دا سوله ستاسو او ټولو زړورو سرتېرو، بريدملانو او منصب دارانو د قربانيو نتيجه ده.))
تورنجنرال دادان لونګ زياتوي، د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو طالبانو تحرکات زيات شوي، چې په خبره يې د جګړې په ډګر کې ور سره بهرني جنګيالي هم ملتيا کوي.
د نوموړي په وينا، خلک له جګړې ډېر ستړي شوي او د امنيت او ثبات لپاره يې له امنيتی ارګانونو سره همکاري بې ساري زياته شوې ده.
دی وايي:((د افغانستان دښمنانو وښوده چې د وطن او خلکو پر ضد او د خپل وطن د ړنګولو او د افغانانو د شهيدولو په خاطر يې د الفتح په نوم عمليات اعلان کړل، خو د دوی دا عمليات له ناکامۍ سره مخ شوي او له ناکامۍ سره به مخ شي، دوی په تېرو څو ورځو کې تحرکات درلودل، خو په هغه اندازه نه، چې د دوی اهداف تر لاسه کړي. د دوی ټول اهداف له ناکامۍ سره مخ شوي دي.))
فارغ شوي سرتېري وايي ښه نظامي زده کړه ورکړل شوې او کولی شي د هېواد په هره سيمه کې دنده ترسره کړي.
د دوی له ډلې همت خان وويل چې له ملي پوځ سره د خلکو مينې او سولې ته لېوالتيا دا انګېزه ورکړه چې د وسله وال پوځ په ليکو کې شامل شي.
دی وايي:((موږ ښه روزل شوي او چمتو يو چې په هره سيمه کې دنده تر سره کړو. له ملي اردو سره مې مينه وه او له دوی سره مې چې د خلکو مينه وليده، نو دا نيت مې وکړ چې زه هم پوځي شم.))
يو بل سرتېری عرب خان وايي چې د شاوخوا درې مياشتو په موده کې بېلابېلې نظامي زده کړې ورکړل شوې او په مسلکي چلند به خپله نظامي دنده تر سره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن