ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد: د افغانستان ملي اردو د سولې له داعیې دفاع کوي

خالد: د افغانستان ملي اردو د سولې له داعیې دفاع کوي

author avatar
17 Apr 2019 - 21:40
خالد: د افغانستان ملي اردو د سولې له داعیې دفاع کوي
author avatar
17 Apr 2019 - 21:40

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۸) : د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، چې سیاست د سیاستوالو کار دی، خو ملي اردو ځواکونه د سولې له داعیې دفاع کوي.
خالد دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه، په کابل کې د کومانډو لوا دفراغت غونډې ته پخپله وینا کې وکړه، له دې لوا څخه سلګونه کومانډو سرتیري فارغ شول.
هغه زیاته کړه، چې د هیواد ملي ځواکونه له خپل او خاورې څخه دفاع کوي، ددفاع وزارت یو مرستیال په بادغیس ، بل په کندوز او درزیم په غزني کې د ملي اردو سرتیرو د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
خالد کومانډو سرتیرو ته وویل : (( ستاسو له له مټو د پنجاب زړه لړزیږي.))
د ملي دفاع وزیر وویل، چې د افغانستان اردو د سولې له داعیې دفاع کوږي، خو سیاست یې د سیاستوالو کار وباله .
نوموړي د کومانډو ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې خپلې خاورې دفاع پیاوړي کړي.
اسدالله خالد وویل، چې دغه سرتیري به ډیر پرمختګ وکړي او یوه ورځ به جنرال او ددفاع وزیر شي.
هغه سرتیرو ته وویل، چې د ترفیع لپاره د چا دروازې نه ته ځي او پخپله وړتیا به خامخا پرمختګ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.