د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان خلک: حکومت د خلکو له خوښې پرته پروژې تطبیقوي

د بغلان خلک: حکومت د خلکو له خوښې پرته پروژې تطبیقوي

Apr 17, 2019 - 17:08

پلخمري (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د بغلان ولایت د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې حکومت د ځايي خلکو له مشورو پرته د پراختيايي پروژو پلان جوړوي چې ډېری یې د سیمې د اوسېدونکو اړتياوې نه پوره کوي.

د بغلان يادو خلکو دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه په پلخمري کې د روان کال د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره جوړه شوې غونډې ته وکړې.

په دې ناسته کې د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي غوث الدین وویل، کلونه کېږي چې خلک د دې ولسوالۍ په بازار کې د شل بستریز روغتون جوړولو غوښتنه کوي خو تر اوسه یې په اړه  اقدام نه دی شوی.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د دوشي اړوند سیمو په ډېری ترافیکو پېښو کې ټپي شوو کسانو او ځينو عاجلو ناروغانو د روغتون د لرې والي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

همدارنګه د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب رحم خدا هم وویل چې په کلني انکشافي پلان کې د خلکو اړتياوې په پام کې نه نيول کېږي.

دی وايي چې په سیمه کې یې معیاري روغتیايي مرکز نشته او نه یې هم د جوړېدو څرک شته.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د بغلان والي احمد فرید بسیم وويل چې وویل چې په دې وروستيو کې حکومت په پراختيايي برخو کې د ښارونو پر ځاى کليو او بانډو ته پاملرنه ډېره کړې ده.

خو ده وويل چې د امنيتي ګواښونو له امله په ځينو سيمو کې پراختيايي پروژې نه پلې کېږي نو ځکه په پلان کې هم نه شاملېږي.

د يادونې ده، سږ کال د بغلان د پراختيايي پروژو د تطبيق لپاره ١،٩ ميليارده افغانۍ په پام کې نيول شوې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement