د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست خبريالان:امنيه قوماندان موږ ته سپکې سپورې ويلي

د خوست خبريالان:امنيه قوماندان موږ ته سپکې سپورې ويلي

Apr 17, 2019 - 17:25

خوست ښار (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): خوست کې د درېيو رسنيو خبريالان ادعا کوي چې امنيه قوماندان ورته سپکې سپورې ويلي او له خپل دفتره يې په زور ايستلي دي.

دغه خبريالان چې د سلام وطندار راډيو، مېلمه راډيو او د هېواد تلوېزيون سره دندې تر سره کوي، نن د وري په ٢٨مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل، دوی غوښتل چې د خوست له امنيه قوماندان سره ددغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه ځانګړې مرکه وکړي، خو هغه اجازه نه ده ورکړې.

هغوى زياته کړه، نه يواځې دا چې قوماندان د مرکې وخت ته نه دی ورکړی، بلکې سربېره پردې يې سپکې سپورې هم ورته ويلې دي.

د سلام وطندار راډيو ځايي خبريال محمدالرحيم سکندر وويل چې د قوماندان دا کړنه له قانون سره په ټکر کې ده او د رسنيو له مدافع بنسټونو يې وغښتل چې دا مسئله دې ژر ترژره وڅېړي.

دی زياتوي: ((موږ دا يوه اوونۍ کيږي چې قوماندانۍ سره اړيکه کې و يوه او بله پلمه يې کوله، خو کله يې چې پرون هلته وغوښتو اوله کې خو د سکرټر چلند ښه نه و او بيا چې کله قوماندان راووت، موږ ته يې بد رد وويل حتی دا يې هم وويل چې زه ستاسو د پلار نوکر نه يم ځئ ووځئ، پر خولې دې وهم او نورې خبرې يې وکړې.))

سکندر نيوکه وکړه، ددې پر ځای چې حکومتي چارواکي د خبريالانو ستونزې ور حل کړي او د ژوند خونديتوب ته يې پام وکړي، هغوی ورسره برعکس چلند کوي.

د مېلمه راډيو او د هېواد تلوېزيون ځايي خبريالان حبيب کامران او سردار زيارمل هم د امنيه قوماندان له خوا دوی سره شوي چلند خپه کړي.

هغو دغه کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې معلوماتو ته لاس رسى يو څه ګران شوی چې د دوی پر کار يې ناوړه اغېز کړې.

دوی زياته کړه:((موږ چارواکو ډېر محدود ساتلي يو، په وخت معلومات نه راکوي، زموږ مصئونيت ته يې پام نه دی کړی. له لوړپوړو حکومتي چارواکو مې غوښتنه دا ده چې د خوست امنيه قوماندان دې څارنوالۍ ته معرفي کړي، ځکه موږ ته په وخت معلومات نه راکوي.))

پژواک وغوښتل چې ددغې ادعا د سپناوي په موخه د خوست له امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزي سره مخامخ خبرې وکړي، خو له هغه مخکې د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول رسنيو ته د قوماندان ويډيويي پيغام ليږلی.

هغه ويلي:((رسنۍ د دولت څلورم رکن تشکيلوي او موږ تل له ملي او نړيوالو رسنيو سره دوامدار ارتباط لرو او هغوی سره د دوی د غوښتنې وړ چې په قانون کې يې تسجيل شوی وي د هغو مسايلو په اړه دوی سره معلومات شريکوو، خو کله ناکله داسې کيږي چې د وظايفو د تراکم له امله نه شو کولی په عين واحد کې له دوی سره مرکه وکړو. ))

په همدې حال کې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات پژواک اژانس ته وويل چې دوی ددې مسئلې پر څېړلو بوخت دي او ډېر ژر به د حل يوه لار  ورته ولټوي.

دی وايي: ((د خوست خبريالانو او رسنيو ته د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ډاډ دا دی چې هم به دغه مسئله تعقيب کيږي او هم به د راتلونکي لپاره خبريالانو ته د ښې کاري ساحې او خونديتوب په برخه کې زيات کوښښ کوي.))

د خوست د يادو خبريالانو او د امنيه قوماندان ترمنځ دا مسئله داسې مهال رامنځته کيږي، چې ددې ولايت حکومتي چارواکو څو څو ځله په غونډو او ناستو کې ژمنه کړې، چې د پېښو او نورو مسايلو په اړه به خبريالانو سره پر وخت معلومات شريکوي.

د يادونې ده چې اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون د ولسمشر له خوا توشيح شوى او حکومت ټولو اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې له خلکو او رسنيو سره همکاري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement