کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٨): د سولې ولسي حرکت د افغان حکومت له خوا د خالد او د طالبانو له خوا د الفتح عملياتو پر ضد په ټول هېواد کې لاريونونه پيلوي.
حکومت تېره مياشت د خالد په نوم نظامي عمليات او پلان اعلان کړل او طالبانو څو ورځې مخکې د الفتح په نامه د پسرلي جګړه ييز عمليات پيل کړي دي.
ملګرو ملتونو او ځينو نورو هېوادونو د طالبانو دغه اعلان غندلى دى.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي چې دوى سر له سبا په لسو ولايتونو کې د يادو عملياتو پر ضد لاريونونه پيلوي.
هغه زياته کړه، د سولې ولسي حرکت د يادو لاريونونو پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې بايد د حدبيې صلحې په څېر اسلامي مخکنۍ پرېکړې عملي کړي.
وطندوست وايي چې همدا راز به د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل شي چې بايد ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.
د نوموړي په وينا، لاريونونه به سبا له خوست ولايت څخه پيل وروسته به ننګرهار، بلخ، کندهار او نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.
د سولې ولسي حرکت له ټولو اوسېدونکو، مدني ټولنو او ګوندونو له مسوولينو غوښتنه کوي چې په دغو لاريونونو کې د هېواد، خاورې او ولس لپاره ګډون وکړي.
د سولې ولسي حرکت له هلمند ولايته خپله مبارزه کړې وه او بيا تر کابل او شمال پورې پلي ولاړل، دغه راز دوى په ګڼ شمېر ولايتونو وګرځېدل او په کابل کې يې د ګڼ شمېر سفارتونو او د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د سولې لپاره پرلتونه ووهل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن